دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایمن الظواهري وژنه: طالبان وايي موږ يي په اړه نه وو خبر...

ایمن الظواهري وژنه: طالبان وايي موږ يي په اړه نه وو خبر خو پیښه پلټي

راپور: محب الله 

د امریکا ولسمشر جوبایډن وو رسنيو ته په خبرو کې وويل چې د القاعده مشر ډاکټر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شوی ، خو بلې خوا ته بیا د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي وویلي دی چې د دې ډلې مشرتابه هلته د هغه له شتون څخه خبر نه و.

الظواهري د یکشنبې په ورځ په کابل کې د خپل انګړ په یوه بالکوني کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، امریکايي چارواکو ویلي، د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو څه باندې یوه لسیزه وړاندې دا د وسله والو ډلې لپاره تر ټولو لویه ضربه ده.

بلې خوا ته بیا
په دوحه کې د ملګرو ملتونو لپاره د طالبانو نومول شوي استازي سهیل شاهین په یوه پیغام کې خبریالانو ته وویل، «حکومت او مشرتابه یې په دې نه پوهېدل چې څه ادعا کېږي او نه هم کومه نښه وه

د سهيل شاهين زياته کړه چې”د ادعا د حقيقت د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.” هغه وويل چې د پلټنو پايلې به له خلګو سره ډير ژر شريکې کړي

د طالبانو مشرانو د یکشنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه تر ډېره چوپه خوله پاتې دي او په کابل کې یې د الظواهري شتون یا مړینه نه ده تایید کړې.

په دې ډله کې دریو سرچینو ویلي، د طالبانو لوړپوړي مشران د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید ته د ځواب ورکولو په اړه غور او فکر کوي او کلک پيغام به ورکول سی …..

یو کال وړاندې د امریکا په ملاتړ د حکومت له نسکوریدو وروسته، د طالبانو غبرګون ښایي د پام وړ اغیزې ولري ځکه چې دا ډله د نړیوال مشروعیت او د ملیاردونو ډالرو منجمد فنډونو ته د لاسرسي په لټه کې ده.

الظواهري چې یو مصری ډاکټر وو ، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نیټې په امریکا باندې په بریدونو کې له نږدې لاس درلود او د نړۍ یو له ډیرو مطلوبو کسانو څخه وو. .. او کم چې په کال 2011 کې د امریکا لخوا د پاکستان ايبټ اباد سيمه کې ووژل شوي د اسامه د مرګ روسته مشر ټاکل شوې وو د اسامه د وژنې روسته ډاکټر ايمن الظواهري د امریکا او مغرب ځانونه لپاره يوه لوئ خطره ګڼرل ، د افغانستان په طوره بوره سيمه کې واس هم د القاعده شبکې جنګيالي شتون لري او وويل کېږي چې د حقاني شبکې جنګيالي روزنه کوي او ملاتړ هم ډير ښه په ټينګه کوی، خو تر اوسه پورې د طالبانو او حقاني شبکې لااړخه تر واس پورې د ايمن الظواهري د مرګ په حقله څه بيان نه ده راغلې
خو بلا لور ته بیا پر رسينو باندې باثونه او خبرونه هم تازه ده چې د پاکستان د يوه لوړپوړي فوځ چارواکي چورلکه او ايمن الظواهري پښې په ډير نيزدی وختونو کې سره رامنځته سوی.

یاد‌دې وي چې تېره ورځ ذبيح الله مجاهد په خپل خپور شوي بیان کې وویل چې دوي په کابل کې د الظواهري په شتون نه وو خبر خو اوس د پیښې پلټنه کوي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه