سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه مارکسزم د کارل پاپر دوه نیوکې

په مارکسزم د کارل پاپر دوه نیوکې

لیکنه: محمدنعیم

زما دا پوره باور دی چې هر هغه سړی چې انسان دوستي لرې او د بې وسه او لاچاره طبقو دپاره په زړه کې د خواه خوږۍ جذبات پالي هغه د څه نه څه درجې مارکسسټ Marxist دی ګو چې دنورو انسانانو دپاره د خواخوږۍ احساسات لرل صرف په مارکسزم پورې تړلې نه دي او ټول تاريخ د انصاف او برابرۍ دپاره شوې یوه مبارزه ګڼل کېدی شي خو دلته زما مقصد په مارکسزم د یو دوه نیوکو ذکر کول دي چی د ساینس د فلسفې philosophy of science یو ستر پوهان کارل پاپر Karl Poppers پرې کړي دي

لوستونکو ته دې مالومه وي چې کارل پاپر د شلمې پېړۍ دساینس د فلسفې په غټو فلاسفرانو کې شمېرلی شي او د ساینس فلسفې ته یې مهم کار کړی دی دی په اسټریا کې زېږېدلی وو په وړومبی عمر کې پرې د مارکسزم فلسفې اغېز کړی وو او په مارکسي غورزنګونو کې ښه فعاله وو خو وروستو ترې (دده دخولې according to him) ددې د تضاداتو او نیمګړتیاوو له کبله واوړېدو

د هغه وړومبۍ نيوکه په مارکسزم دا ده چې د مارکسزم د دعوو او وړاندې ووینو predictions برعکس وروستو پېښو events مارکسزم غلط ثابت کړی او دده مقام یې د یوې سترې ساینسي نظریې grand scientific theory نه یوې محدوده نظریې adhoc hypothesis ته راټيټ کړی دی بله نيوکه یې پرې دا کړې چې هېګل Hegel مونږ ته د ډایاليکټکس dialectics عمل د پوهې اودانش د ارتقا د یوې وسيلې په طور معرفي کړی یعنې دا چې زمونږ په فکر او سوچ کې تغیر او ارتقا د ډایاليکټس له لارې رازي پاپر وايي چې مارکس ډایاليکټکس راوچت کړه او د هغې نه یې ډوګما dogma وزېږوله

زه ګمان کووم چې مارکس پوهانو به خامخا دې نيوکو ته جواب وییلی وي که زمونږ په ملګروکې پرې څوک خبر وي نو بحث دې پرې اوکړي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه