راپور: محب الله
په بلوچستان کې د بارانونو له امله په پراخه کچه د ځاني او مالي زيانونو لړۍ روانه ده، په صوبه کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۳۰ ته رسېدلی او د ۱۳ زرو نه زيات کورونه زيانمن شوي دي.
د پي ډي ايم اے بلوچستان لخوا جاري شوي رپورټ ترمخه د تيرو 24 ساعتو په مهال بارانونو له امله نور 7 کسان مړه شوي دي چي پکښې د مړو شميره ۱۳۰ ته رسيدلي ده په مړو کښي 50 نارينه، 31 زنانه او 46 ماشومان شامل دي۔ په بولان، کوټه ، ږوب، دکۍ، خضدار کوهلو، کېچ، مستونګ، هرناي، قلعه سيف الله او سيوی کې د بارانونو په مهال پښېو کې 70 کسان ژوبل شوي چې پکې 46 نارينه، 10 ښځې او 14 ماشومان شامل دي، 13 زره 320 کورونه وېجاړ شوي دي. په ټوله صوبه کښې بارانونو له وجې 4 مختلفې لويې لارې چې 565 کلوميټره اوږده دي هم سخته متاثره شوې ده، په بېلابېلو ځايونو کښې 11 پلونه مات شوي دي، په مجموعي توګه 19 لاکه 79 زره 30 ايکړه زمکه باندې ولاړ فصلونه، سولر پلېټونه. ، ټیوب ویلونه او بورینګونه هم زیات زیانمن شوي دي، بل لور ته بیا
په مرکز کوټه کې هم د طوفاني بارانونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د کوټې په بېلا بېلو سيمو کي د بندو نړېدو له امله سره غرګي، نوی کلي چشمه اچوزۍ او کلي الماس سېلابونه راغلي دي.
د باران ډنډ ته څېرمه لسګونه کورونه سېلابونو لاندې کړي دي. په هانا اوړک کې د طوفاني بارانونو له امله سړکونه، کورونه او حکومتي ودانۍ زيانمنې شوي او د سيبو باغونه هم تباه شوي دي.


