لیکونکی: عبدالوهاب آزاد
پر لنډه کيسه (افسانه) باندي تر ليک مخکي ماته ضروري ښکاري، چي د تمهيد يا پيلامې په لړ (سلسله) کي د پښتو لنډي کيسې د پيل او د ټاکلو پړاوونو يا ادوارو په اړه څه وړاندي کړل سي.
افسانه ته په پښتو کي اوس د لنډي کيسې نوم خوښ کړل سوی دی او تقريباً ټول ليکوال اوس افسانه ته لنډه کيسه وايي، چي په پښتو ادب کي يې ژوند تر پېړۍ يا سلو کلونو ور اووښتی دی.
څېړونکي د پښتو ادب غوندي د لنډي کيسې ادوار هم په درې برخو او يا درې پړاوونو وېشي، چي لومړی دور يې له نولس سوه دوه (۱۹۰۲ز) زېږديز کال څخه تر نولس سوه پنځوس (۱۹۵۰ز) پوري، دويم دور يې له نولس سوه يو پنځوس (۱۹۵۱ز) څخه تر نولس سوه اتيا (۱۹۸۰ز) پوري ټاکي او دريم يا نوی پړاو يې له نولس سوه اتيا څخه تر اوسه پوري روان دور ته ويلي دي. (۱)
پر لنډه کيسه باندي تر ليک مخکي په وړاندي سوې پيلامه کي په مجموعي توګه د پښتو لنډي کيسې ټاکل سوي ادوار يا پړاوونه په ګوته سول، خو دا هم په کار دی؛ څرګنده سي، چي د ژوند په دنيا کي هر شی تغير پذير يا بدلون موندونکی وي، لکه انسان چي و زېږي، پيل يې ماشومتوب وي، اوج يې ځواني او سړيتوب وي او پای يې بوډاتوب او مرګ ټاکي، نو همداسي هر تخليق هم د ژوندانه خپل پړاوونه لري، لکه د پښتو د لنډي کيسې ادوار چي وړاندي کړل شو، خو هنري ژوند ډېر اوږد او ژر ختمېدونکی نه وي. يعني د پښتو لنډه کيسه تر پيدا کېدلو وروسته په سل او شل کاله ژوند کي ايله اوس د ځوانۍ پړاو ته رسېدلې ده او اوس يې د پرمختګ پر چوکاټ او درشل باندي قدمونه ګړندي سوي دي.
ياده دي وي، چي کله کله کوشنيان هم د ځوانانو غوندي کارونه وکړي، نو موږ په پيل کي هم د فکر له لاري ځيني ځواني کيسې لرو، خو په مجموعي ډول له روايتي کيسو څخه تر نوو کيسو پوري را رسېدلي يو او اوس يې د پرمختګ پر لوري چټک او ګړندي ګامونه اخستي دي.
د دې ليک لپاره ټاکل سوې لنډه کيسه يا افسانه (منجاری) هم د نوموړي لنډه کيسه ليکوال او درانه استاد ښاغلي ډاکټر نصيب الله سيماب تخليق دی، چي د ښاغلي په دويمه افسانوي مجموعه کي يې له اته ويشتم مخ څخه تر اووه دېرشم مخه پوري ځای نيولی دی او د دې لنډي کيسې لومړی وياړ دا دی، چي نوموړي ليکوال د کتاب نوم هم د دې لنډي کيسې په نوم منجاری ايښی دی، چي دا د کيسې لومړی ارزښت هم ټاکي او د لوستونکي په ذهن او زړه د کتاب تر لاسه کولو سره سم يو ډول تجسس ځای نيسي، چي په دې لنډه کيسه داسي څه دي؟ چي ليکوال د کتاب د نوم لپاره غوره کړې ده او داسي نوم ايښوول لوستونکي ته د ليکوال ذهني ميلان هم ور په ګوته کوي، چي دغه کيسه ته يې د کتاب نمايندګي او يا استازيتوب ور سپارلی دی. معنا دا چي ليکوال د نورو لنډو کيسو په څنګ کي د دې ځانګړي لنډي کيسې په اړه پوره باوري دی.
اوس به راسو؛ د لنډي کيسې نفسِ مضمون او محتوا ته چي ليکوال څه ليکلي دي او د څه لپاره يې ليکلي دي، ولي چي ليک يو عمل دی، هر عمل يوه نتيجه لري او عمل د څه لپاره کېږي.
منجاری نومي لنډه کيسه په خپل زمان او مکان کي د معاشرتي ژوند تصوير وړاندي کوي. يعني ليکوال د معاشرتي ژوند يو اړخ په پام کي نيسي او د کوم ټاکلي مقصد لپاره يې وړاندي کوي.
د منجاري نومي لنډي کيسې مکان:
مکان يا موقعيت دا چي کيسه پر کليوال ژوند را ګرځي او خصوصاً د پښتانه کليوال ژوند تصوير وړاندي کوي. که موږ چېري په مکان او موقعيت و پوهېږو، چي دغه لنډه کيسه يې را په ګوته کوي، نو پوهېدلای سو او ذهن مو د خپلي پښتني معاشرې او يا په مجموعي توګه د دې سيمي د اوسېدونکو د ژوند ځينو اړخونو ته رسېدلای سي او داسي موږ د دې معاشرې د ژوند په پړاوونو هم پوهېدلای سو، چي لومړی پړاو يې د غرني ژوند تصوير دی، چي په غرنيو سيمو کي خلک له يو بل څخه پر څه واټن او لېري لېري جوړو سوو کورونو کي سره اوسېږي، چي دغه پړاو هم خپلي اړتياوي او وړتياوي لري، خپل کلتوري خويونه او دودونه لري، خو کليوال ژوند يې څه نا څه د پرمختګ شکل دی، چي يو شمېر کورونه پر يوه ځای جوړ سوي او سره اوسېږي، همسايه توب او د کلي کوڅې خپلي غوښتني، خپل کلتوري خويونه او دودونه پالي، خو ښاري ژوند بيا د دې دواړو پړاوونو د پرمختګ شکل او بڼه ده، چي هلته بيا تر غرني او کليوال ژوند ډېري اسانتياوي وي او ژوند يې څه بل شکل لري.
ښاري ژوند بېل کلتوري خويونه او دودونه لري، چي ژورليدونکي خلک د دې هر پړاو په کلتوري خويونو او بدلون باندي پوهېږي. ښاري ژوند ځکه د پرمختګ بلل کېږي، چي د غرني او کليوال ژوند لرونکو ډېري اړتياوي په ښار پوري تړلي وي او په مجموعي توګي هر څوک هڅه او کوشش کوي، چي د پرمختګ ژوند و لري.
نو وايو، چي منجاری نومي کيسه کليوال ژوند تصويروي، چي له ښاري ژونده څخه لېري مکان او موقعيت لري،
د منجاري نومي لنډي کيسې زمان:
کليوال ژوند په خپله د خپل زمان ټاکونکی وي، خو د کيسې په ليک کي موږ ته داسي ښکاري، چي کلي ته د منجاري راتګ او دلته کله کله د پيسو پر ځای د جنس په جنس باندي د سودا تر لاسه کول، نو دا موږ د يوې شاته پاته زمانې تصوير را په زړه کوي، چي په پخوانيو وختونو کي به سکې ته د لاس نه رسېدلو په وجه غرنيو او له ښاره لېري خلکو جنس په جنس خپله سودا کوله. په کيسه کي يې داسي تصوير وړاندي سوی دی:
“د ضرورت هر شي چي به وو؛ هغه به يې د چپک منجاري څخه واخست، پيسې به يې سوکه سوکه ورکولې. که به پيسې نه وې؛ بيا به يې د چرګو اګۍ ورکولې.” (۲)
که څه هم دغه چاره اوس هم په ځينو بېخي لېري کليوالو سيمو کي وجود لري، خو بيا هم ويلای سو، چي نوره نو په پښتني ټولنه کي دغه چاره له منځه تللو ته نژدې ښکاري او د دې معنا دا هم ده، چي ژوند اوس ډېر پرمختګ کړی دی، د ښاري ژوند څپې ښه په پوره توګه تر کليوالو سيمو پوري غوړېدلي دي.
د لنډي کيسې منجاري د کردارونو سپړنه:
د کيسې پر زمان او مکان او د کليوال معاشرتي ژوند پر تصوير سربېره که موږ په مجموعي توګه د لنډي کيسې منجاري نفسِ مضمون ګورو، نو هلته هم وينو، چي موږ ته پر کليوال ژوند باندي د ښاري او پرمختګ کوونکي ژوند کلتوري اثرات او اغېزې را په زړه کېږي، چي ښه او بد اړخونه يې په کيسه کي د چپک منجاري او شين سترګي منجاري په بڼه کي را ښکاره کړل سوي دي.
چپک منجاری د کليوال ژوند په کلتوري خويونو او دودونو خبر او هم يې پالونکی دی، ټول يې پېژني او دی هم ټول پېژني، د هغه کلي ته راتګ، له کوشنيانو سره مينه او د کليوالو مېرمنو، نجونو، پېغلو او منجاري په منځ کي د کوشنيانو د خبرتيا کردار او د ده له کليوالو سره د خپلوۍ رويه، پور او باور د ژوندانه ډېر په زړه پوري کليوال اړخونه را سربېره کوي. هغه دومره په عمر پوخ هم نه ښکاري، خو له کرکټر څخه يې ښکاري، چي په زمان او مکان کي په اولسي نفسياتو، قيوداتو يا بنديزونو او د سړيتوب په پورته کښته ځکه پوره خبر او پالونکی يې دی، چي خپله هم د دې کليوالي ژوند غړی دی، چي د خپلي کورني او کليوالي نفسياتو په تناظر او شاليد کي له نورو خلکو څه توقع او هيله کوي؛ دی هم د هغو چوکاټونو ساتل پر ځان پور بولي. د کليوالو مېرمنو او د هغوی له لوڼو يا پېغلانو نجونو سره د ده رويه ښيي، چي چپک منجاری له دې چوکاټ او بنديزونو څخه د وتلو په نتيجه خبر څوک دی، چي داسي کول په دې کليواله معاشره کي څه ډول ناوړي نتيجې لري. کيسه يې داسي وړاندي کوي:
“بنګړي واخلئ.. والي واخلئ… رانجۀ واخلئ… واسلين واخلئ… نوکريځي واخلئ… پوډر او غاړګۍ واخلئ…
موري منجاری رالی… خورکۍ مورکۍ منجاری راغلی دی.
چپک منجاری ټول کلي پېژاندۀ، د کلي که نارينه وو که ښځينه. ځوان وو که سپين ژيری، د چپک منجاري له نامه سره بلد وو. چپک منجاري هم ټول کليوال پېژندل، د هر کور ښځي يې جلا جلا پېژندلې، که به پېغلي وي، که به ناوياني وې، که به زړې وې، چپک منجاري د کور په نامه پېژندلې، د منجاري څخه زياترو ښځو پړده نه کوله، لکه منجاری چي سړی نه وي، تش منجاری وي. چپک منجاري چي به هم کله خپلي ټوکرۍ پر خره بار کړې، بيا به منجاری ورڅخه جوړ سو؛ سړی نه.” (۳)
د پورتنيو وړاندي سوو خبرو د باوري کولو لپاره د کيسې دغه برخه پوره کفايت کوي، خو په دې لړ کي يوه بله ټوټه هم را اخلو، چي خپله خبره ورباندي پوره کره او باوري کړو:
“د ټول کور پوښتنه به يې داسي کوله، لکه چپک منجاری چي د کلي د هر کور فرد وي، د هر کور حال به جلا جلا ورته معلوم وو….
چپک منجاري به له سودا کولو سره سره د ښځو سره د هغوی د کور په حالاتِ حاضره باندي خامخا خبري کولې او بيا به يې خپله ماهرانه رايه هم ورکوله. ښځو هم حال په دې ورته وايه، چي منجاری يې خپل غمخور ګاڼۀ، چپک منجاری هم منجاری وو او هم د دوی غمخور، په هره ښه او بده کي به په ښه ورتلی. .. “(۴)
او يا دا برخه چي د چپک منجاري او خپلي مېرمني تر منځ د خبرو برخه ده:
“تا کله د ښځو له خبرو بد وړل، بيا د نجونو؛ دا خو داسي دي لکه ستا لوڼي…
په دغه خو مي خوا بده ده، چي لوڼي يې بولم…”(۵)
له دې وړاندي کړل سوو برخو څخه په ښه توګه هغه نفسيات په ګوته کېږي، چي کليوال کلتور د خپل ټاکلي چوکاټ سړيتوب، دودونه او خويونه پالل څومره ضروري بولي او له يو بل څخه يې څه هيلي او توقعات وي، چي هغوی يې په پاللو سره باور تر لاسه کوي او د باور دا خبره خو ثابته ده، چي په معاشره کي د باور مرګ د انسان تر مرګ بدتر دی.
په کيسه کي دويم منجاری شين سترګی منجاری د ښاري کلتور نماينده او استازی منجاری دی، هغه چي کلي ته راځي، نو له ځانه سره د ښاري کلتور څپې هم راوړي، ليکوال هڅه کړې ده، چي د ياد کردار په نمايندګي موږ ته پر کليوال کلتور باندي د ښاري کلتور د اغېزو ښه او بد دواړه اړخونه را په ګوته کړي.
نوموړی منجاری (شين سترګی) له ځانه سره د زمان د نوي څپې په نمايندګي نوي شيان راوړي، چي له وخته سره سم د هغوی اړتياوي پوره ورکړل سي. هغه چي کله کلي ته راځي، نو وايي:
شېمپو واخلئ… کاجل واخلئ… صابن واخلئ… کريمان واخلئ… د غاړي هارونه واخلئ..(۶)
دلته څرګنده سي، چي د بنګړيو، واليو، رانجو، واسلينو، نوکريځو او غاړګيو په څنګ کي څه نوي شيان هم د شېمپو، کاجل او نورو په شکل کي راغلي دي او د نجونو او پېغلو د خوښۍ وړ ګرځي، چي له وخته سره سم يې اړتياوي ور پوره کوي، چي کيسه يې داسي راپه ګوته کوي:
“شين سترګی منجاری خو نوي نوي کريمان راوړي، د مخ تورسري او دانې داسي ختموي، لکه له سره چي په مخ پيدا سوي نه وي. په شېمپو چي وېښتان پرېولې؛ داسي سي، لکه ورېشم…”(۷)
او داسي څه نور اړخونه چي د ښاري کلتور له څپو سره سره څه غوښتني او اړتياوي هم پوره کوي، خو ځيني برخي يې داسي هم سته، چي ليکوال پکښې د ښاري کلتور ناوړه اغېزې را په ګوته کوي، چي د ښاري او کليوال کلتور تر منځ نښتي ځکه را منځته کوي، چي هغوی يې پوهه او دانش نه لري. معنا دا چي ځيني داسي شيان راځي، چي ناوړي ګټي ځنې اخستل کېدلای سي او کليوال شعور دومره وده نه وي کړې، چي له داسي نوو شيانو څخه ښه استفاده وکړي. د مثال په ډول لکه موبايل (ملفون) چي زموږ معاشرې ته راغلی، نو که يې څوک په ښه توګه د استعمال او کارولو پوهه او دانش و لري او ښه استفاده ځنې وکړي، نو پر ځای کار به وي، خو چي په ناوړه توګه يې په کار واچوي، هغه ناوړي نتيجې لري، چي پر معاشره باندي يې بد او ناوړه اثرات کېږي. يوازي په پوهه او دانش سره د داسي ناوړو اغېزو او اثراتو مخنيوی کېدلای سي.
په کيسه کي د دې نوو شيانو د اغېزو نمايندګي د شين سترګي منجاري په واسطه داسي سوې ده، ليکوال هڅه کړې ده، چي يوازي د خبري سر ښکاره کړي، نوره پوهه او مقصد تر لاسه کول يې لوستونکي ته پرې ايښي دي. ليکوال د دوو نجونو تر منځ په خبرو کي داسي ښکاره کوي:
يو بل شی يي مفت ورسره درکړ که يا؟
“هو! دا يوه کوکه يې راکړه، خبره نه يم، چي څه شی پکښې دی، ويل يې صبا به دي په پوه کړم.
ته يې را ښکاره کړه، څه شی دی؟
ته و درېږه؛ زه خو يې خلاصه کړم، دا چيش دی… دا خو پوکنه (بوغۍ) ده…
خوار سې، ته وا زه کوچنۍ يم، چي پوکنه دي راکړې ده، چي يا يې په ډکېدو نه پوهېږم، چي بيا مي په پوه کوې…” (۸)
د کيسې له دې برخي څخه څرګندېږي او موږ پوهېدلای سو، چي له دې پوکنې څخه مراد څه دی او په دې پوکنه باندي د پوهولو کار ولي سبا ته پاته سوی او ځنډول سوی دی. له دې څخه ښکاره کېږي، چي دا پوکنه عامه پوکنه نه ده… ليکوال د کيسې په پای کي د خپل پيغام په رسولو کي بريالی ښکاري، چي د پوکنې شاته يې نفسيات په داسي توګه پټ ساتلي دي، چي لوستونکي په ښه توګه خپله استفاده ځنې کولای سي او په دې معني خېز پيغام باندي پوهېدلای سي، چي:
پر کليوال کلتور باندي د ښاري کلتور اثرات بلکې پر هر کلتور باندي د نوو ايجاداتو او شيانو له راتګ سره ځيني اثرات يا اغېزې کېږي، چي د داسي ايجاداتو او شيانو په ښه توګه استعمال او کارول ښې نتيجې لري او په ناوړه توګه استعمال يا کارول يې ناوړه نتيجې لري او موږ ته دا نفسيات هم را په برخه کوي او پام مو ور اوړي، چي د نوو ايجاداتو او شيانو له راتګ سره که موږ د هغو شيانو په ښه توګه د استعمال او کارولو پوهه او دانش ولرو، نو کولای سو، چي د ناوړه استعمال او ناوړه نتيجو مخنيوی وکړو او که داسي پوهه او دانش نه ولرو، نو ناوړي نتيجې به هرو مرو وي او معاشره به ورسره مخامخ کېږي.
په منجاري نومي لنډه کيسه کي موږ د معاشرې د جنرېشن ګېپ (Generation gap) تصوير هم ليدلای سو، چي دغه نفسياتو ته رسېدل هم په اوسني دور کي ژورليد او پوهه غواړي.
د جنرېشن ګېپ په اړه نوموړی ليکوال علي عباس جلال پوري ليکي، چي:
“ایک عجيب و غريب فکری مغالطہ (Fallacy) جو انفرادی اور اجتماعی دونوں صورتوں میں پایا جاتا ہے ۔ Good Old Days کے نام سے مشہور ہے ۔ عام طور سے دیکھا گیا ہے، کہ پیرانِ کہن سالی اپنی جوانی کے زمانے کو بڑی حسرت سے یاد کرتے ہیں اور حال کی تلخیوں سے نجات پانے کے لئیے ماضی کے رنگ برنگ افسانے گڑھتے رھتے ہیں ۔ ” (۹)
(ژباړه) يوه ډېره ناشوده فکري تېروتنه او خام خيالي ده، چي په انفرادي او اجتماعي دواړه توګه په معاشره کي سته، چي د “پخواني وختونه لا ښه وو” په شکل او بڼه مشهوره ده. په اولس کي که و کتل سي، نو څرګنده به سي، چي هر سپين ږيری به د خپلي ځوانۍ ارمان کوي او له اوسني دور څخه د ناخوښۍ په څرګندونه د تېرو وختونو پر ځای او بېځايه خبري کوي.
په ياده کيسه کي داسي وينو، چي د منجاري د راتګ په اړه د کوشنيانو پر خبرتيا سپين سري داسي غبرګون ورکوي، چي:
“سپين سرو به ويل ورک يې کړه، دا شنې سترګي دي يې له خاورو ډکي سي، هغه خپل زاړه شيان يې ټول راڅخه هېر کړل.
خو پېغلو به ويل:
د چپک منجاري دي دا وراسته شيان له خاورو ډک سي، نه وو، نه يې نوي شيان راوړل، هغه واسلين دي، زوړ د کاليو صابن يې وېښتان هم را خراب کړل، مخان يې هم را خراب کړل.”(۱۰)
موږ له دې وړاندي سوي ډايلاګ څخه (چي د دوو منجاريانو چپک منجاري او شين سترګي سور منجاري په موازنه کولو سره “چي يو د کليوال کلتور او بل د ښاري کلتور نماينده استازی دی”) په معاشره او ټولنه کي د جنرېشن ګېپ دغه تصوير ليدلای سو، چي نوموړي ليکوال را په په ګوته کړی دی، چي د زړې زمانې خلک د نوي زمان بدلون ته په ښه سترګه نه ګوري او نه يې د منلو ذهن او زړه لري، خو د دوی په پرتله ځوانان بيا زړو شيانو او لارو چارو ته زړه نه ښه کوي، چي دغه چاره موږ ته د کلتور د بدلون اړخ هم را څرګندوي، چي کلتور څه له لاسه ورکوي او څه اخلي.
نتيجه دا چي په ژوند کي د پرمختګ او د کلتوري بدلون په پړاو کي د ذهن او زړه د جوړېدلو لپاره پوهه او دانش ضروري دی، نو موږ کولای سو، چي په ښه توګه د داسي پرمختګ د زغم لپاره په عصري زدکړو تر لاسه کولو داسي پوهه او دانش تر لاسه کړو، چي له افراط او تفريط څخه مو و ساتي. افراط او تفريط دا معنا چي نه ډېر زوړپالي پاته سو او نه د نوي بهير دومره پلويان سو، چي د زمانې د خلکو زړه را څخه تور سي. د نور وضاحت لپاره به دا هم و وايو، چي د زماني پرمختګ د بدلون په وړاندي درېدل و دېوال ته د سر نيولو په معنا دی او رډ بډ د زمان اوسنۍ چاري غندل او بېځايه ګڼل هم د لېونتوب په معنا دي، نو په کار ده، چي په زمان او مکان کي د پوهي او دانش په روڼا کي سم ګامونه واخلو، لکه رحمان بابا چي وايي:
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط له لاري مه ږده بې حسابه (۱۱)
په پای کي به د منجاري نومي کيسې د ژبي په اړه هم څه و وايم، چي لنډه کيسه ليکوال استاد ډاکټر نصيب الله سيماب د کيسې په ژبه کي څومره پام کړی او ښوونکي څنګه ګټه ځنې تر لاسه کولای شي. د کيسې د ژبي په اړه يو ليکوال ليکي، چي:
“ګڼ شمېر نوي ليکوال کليشه شوي کلمات کاروي، د ګرامر او ابلاغي اصولو په اهميت نه پوهېږي، حال دا چي دا هر څه ورته ضروري دي. د دې مطلب دا نه دی، چي کيسه ليکوال دي يو ماهر ژبپوه وي، په بياني او بديعي محاسنو کي دي استاد وي، خو يو معين حد ورته ټاکل کېدی شي، چي تر هغه يې معلومات لږ نه وي.” (۱۲)
له پورته اخستل شوو خبرو څخه زما په شمول نوي لوستونکي ډېر څه تر لاسه کولای شي، چي کليشه شوي کلمات يعني سولېدلي او يا په وار وار کارېدلي خبري وَ نه کړي او په ګرامر او ابلاغي اصولو ځان خبر کړي، که څه هم د ژبي په نورو ښېګړو باندي پوره خبرتيا و نه لري، خو په ژبه کي تر ټاکلي حده پوري پوهه ضروري ده، چي و يې لري.
د ښاغلي استاد په لنډه کيسه کي دغه مطالعې زما پام د هغه د کيسې ژبي ته هم واړاوی او ما محسوسه کړه، چي ليکوال په ژبه کي ډېر پام کړی دی او په کيسه کي يې اولسي ژبه کارولې ده. مانا په خپل وخت کي د کيسې لوستل د اولس عامه ورځنۍ محاوره لوستونکي ته ور په زړه کوي او زه د کيسې په دوه درې ځله لوستلو و پوهېدم، چي په کيسه کي د بېلا بېلو کرکټرانو په ژبه کي هم لږ او ډېر پام تر سره شوی دی. مانا دا چي د کليوال او ښاري منجاريانو په ژبه کي لږ او څه فرق محسوسېږي، د زړو ښځو او پېغلانو په ژبه کي څه نا څه احساسېږي او داسي نور…
ماته يې را په زړه کړل، چي په کيسه ليکنه کي په کار ده، چي د هر کرکټر ژبه د هغه د پوهي په روڼا کي وي، چي لوستونکی د ډاکټر، استاد، لوستونکي،کليوال ښځينه او نارينه غړو په توپير و پوهېږي، چي څوک خبري کوي.
زه ويلای شم، چي استاد په کيسه ليکنه کي دا خيال هم تر خپله وسه پوري ساتلی دی.
سرچینې:
۱: اسیر منگل: پشتو افسانے کے سو سال۔ پبلشر؛ دانش کتاب خانہ پیشور۔ اشاعت ۲۰۰۲ء صفحہ ۳
۲: سيماب: ډاکټر نصيب الله، منجاری، خپروونکی؛ ملګري ليکوال کوټه. چاپ کال ۲۰۱۰ز مخ ۳۰
۳: همدغه اثر: ۲۸، ۲۹ مخونه
۴: همدغه اثر ۲۹م مخ
۵: همدغه اثر ۳۳م مخ
۶: همدغه اثر ۳۵م مخ
۷: همدغه اثر ۳۷م مخ
۸: همدغه اثر ۳۷م مخ
۹: جلال پوري؛ سيد عباس، عام فکري مغالطے، ناشر، تخلیقات لاہور، سال اشاعت، ۲۰۱۰، صفحہ۳۴
۱۰: سيماب: ډاکټر نصيب الله، منجاری، خپروونکی؛ ملګري ليکوال کوټه. چاپ کال ۲۰۱۰ز مخ ۳۶
۱۱: د رحمان بابا ديوان. د عارف غروال په اهتمام. خپروونکې؛ پښتو ټولنه کابل. چاپ کال ۱۳۵۶ل، مخ ۱۲۸
۱۲: القباني، حسين؛ لنډي کيسې به څنګه ليکو؛ ژباړن؛ اجمل پسرلی. دريم چاپ. چاپکال، نامعلوم. مخ ۳


