ډاکټر عبیدالله
ژباړه: ادریس ماموندزی.
دا چې زمونږ د وجود د پاسه د هډوکو په مزبوت صندوق کې نږدې یو کلو ګرام ، پسته او د ښایسته نقاشۍ سره یوه پیړه پرته ده، دا ډیره کوډګره ده. دا چې مونږ یو ځل په کوم څه قایل کړي هماغه حقیقت وي، ولو که په اصل کې یو وهم وي خو مونږ یې حقیقت منو. دا پسته غوښه یانې ماغزه چې څه غواړي پر انسان یې کولی شي.
دا دومره هوښیار دي چې زمونږ د سترګو کامره د هرشي انځور د سترګو شاته پرده باندې سرچپه منعکس کوي خو ماغزه یې په خپله نیغ وګڼي او زمونږ احساس ته فریب ورکړي او مونږ ته یې نیغ او سم ښایي. مانا دا چې زمونږ تر شا او خوا چې کوم کائنات په نظر راځي دا په اصل کې بل شان دي خو زمونږ ماغزه مونږ ته هر وخت پرله پسې درواغ وایي او مونږ پرې متیقن کوي هم.
زمونږ ټول ژوند په همدغه تیرایستنه کې تیریږي.
د 2014 کال د فرورۍ په میاشت کې انټرنیټ یو نوی پیډورابکس راخلاص کړو. چا د یو زري او سپین کمیس عکس ولګوو اما همدغه انځور د اختلاف لامل وګرځېد. چاته دغه کمیس زري او سپین ښکاریدو او چاته اسماني او تور رنګ کې ښکاره کیدو. که څه هم دغه انځور د بصري فریب یوه نښه جوړه شوه خو مونږ ته یې دا درس راکړ چې که حقیقي حالت هر څه وي، مونږ به په هغه څه باور کوو کوم چې زمونږ ماغزه مونږ ته راښيي. د بصري فریب نورې ډیرې بیلګې مونږ په ورځني ژوند کې مشاهده کوو.
مثلآ که مونږ په یو ولاړ اورګاډي کې ناست یو او په خوا کې په بله پټړۍ باندې یو بل اورګاډی مخامخ روان شي نو مونږ ته د یو څو ثانیو لپاره احساس کیږي چې زمونږ ګاډی په شا حرکت کوي. مانا دا چې نه یوازې دا چې مونږ ته بصري حس فریب راکولی شي بلکې نور احساسات هم چې کله د ماغزو د غلبیل نه تیریږي نو مونږ یې د اصل نه مختلف احساسولی شو او مونږ یې ځان لپاره اړین بللی شو، ولو که په اصل کې هغه شی بل څه وي.
پر مونږ هر وخت د هر اړخه د بیلا بیلو احساساتو باران وي. کله د رڼا د ذراتو (فوټان) په څیره کې او کله د بیلابیلو فریکونسیانو د غږ، او کیمیايې مادو نه د پورته شوو څپو په څیره کې. خو دغه ټول محسوسات تر هغه زمونږ لپاره بې مانا وي تر څو چې زمونږ د مغزو د غلبیل نه ونه وځي. ماغزه ددغه محسوساتو نه بې ضرورته مالومات جلا کوي او زمونږ محسوساتو ته یوه مانا وربخښي چې مونږ د رڼا د ذراتو پر ځاې د یو بڼ په شکل کې محسوس شي او یا د فرېکوېنسي پر ځاې مونږ ته د موسیقۍ د ټنګ ټکور په بڼه کې را په غوږ شئ او یا هم د کیمیاي موادو څپې د کومو غوریزه عطرو په بڼه کې زمونږ تر سپیږمو راشي. مانا دا چې زمونږ ټول حسونه تر هغه وخته بې فايدې دي تر څو چې یې زمونږ د ماغزو د څرخې نه کوم مطلب نه وي اخذ کړی.
ماغزه د یو ډیر ځواکمن کمپیوټر په څېر نه یوازې دا چې د لیدنې، غږ، څکنې، او لمس سګنلې اخلي بلکې د دغو سګنلو نه مانا اخیستلو لپاره د ماضي تجربه، د نور تجرباتو سره تقابل او ډیر پیچلی حساب کتاب نه وروسته د فایده مند مجسم حقیقت په څیره کې مونږ ته وړاندې کوي. کله بیا د یو حس کمښت د یو بل ځایه پوره کوي. دا کمښت څنګه پوره کیږي، ددې د پوهاوي لپاره د بین اینډرسن ژوند بیلګه ډیره ګټوره ده. د بین اینډرسن بصارت د یو ډیر خطرناک سرطان له امله په درې کلنۍ کې له منځه ولاړ. بین خپله ژبه د بصارت د متبادل په په توګه په کار واچوله.کله چې ژبه د تالو سره یو ځای شي او بیا د پریښودو نه وروسته د «ټک» کوم غږ راخیژي، بین همدغه غږ په خپل بصارت بدل کړو.
دغه غږ به د مختلفو شیانو سره د ټکر نه وروسته د بین غوږونو ته راستنیدو او بین به د ماښام ښاپیرکي په توګه د دغه بدل راستون شوي غږ نه د چارچاپېره نړۍ انځور جوړوو. یانې د هغه ماغزو د بصارت نشتوالی خپله معذوري جوړه نکړه. ماغزه کوم ساکت غړی نه دی بلکې دا هره تجربه د خپلې ودې او پرمختګ لپاره کاروي. په څومره تواتر سره چې ماغزه د خپل چاپیریال سره اړیکه نیسي په هماغه تواتر سره د ماغزو ځواک لا سيوا کیږي. لکه چې چې د بدني غړو پیاوړتیا او زیاتوالی د سپورت له وجې امکان لري همدغه شان ماغزه هم پیاوړي کیدلای شي.
په یوه تجربه کې ځینې منګکان په یو داسې ځاې کې وساتل شول چې هلته د حرکت او هلو ځلو فرصت وو او پکې څرخې، ډانګي او اوبه ډیرې وې. یو بل ګروپ یې په یو بکس کې وساتو چې د حرکت لپاره فرصتونه کم وو. یو میاشت وروسته چې یې د دواړو ډلو د ماغزو وده ماپ کړه نو د متحرکو منګکانو ماغزه زیات شوی وو.
په یو بله تجربه کې د انسانانو يوې ډلګئ ته داسې مقناطیسي پټۍ ور په سر کړې چې د سویل اړخ ته مخامخ کیدو سره پکې ارتعاش راتلو. په څو اونیو کې د نورو ډلګیو په پرتله په دغه ګروپ کې د ځاې او طرف مالومولو حس پیاوړی وو. باید په یاد ولرو چې ډیر حیوانات مقناطیسي فیلډ محسوسوي او پدغه توګه د طرف پیژندنه کوي.
ماغزه ټول سګنلونه یا اشارې په خپل شالید کې ویني. تاسې په انګریزي کې لیکل شوي پراګراف کې داسې بدلون وکړۍ چې ځینې ټکي ترې وباسئ او د ځینو ټکو ځاې هم بدل کړئ خو ماغزه به د پخوانۍ تجربې په زور دغه پراګراف بلکل درست ولولي.
زمونږ ماغزه مخې ته پروت شی نه یو بل شی جوړولی شي. په 1949 میلادي کې د یو روسي رسام جوړ شوی انځور د خلکو د توجو مرکز جوړ شو. یو تور مکعب خو ځینې خلکو ته همدغه شی بریښیدو اما ځینې نورو ته د رسامۍ یو خوځند حقیقت په څیر بریښیدو. همدغه راز د پیسو سکې غریبو ماشومانو ته غټې بریښي.
د غرونو انځورونه هغه وخت غټ مالومیږي کله چې تاسې ستړي یاست. مانا دا چې ماغزه یو نیمګړی عکس د خپلې تجربې په اساس بشپړوي او بیا یې مونږ ته وړاندې کوي. په یوه تجربه کې د بایسکل هینډل داسې تبدیل کړو چې د هینډل د ښي اړخ تاویدنه د پایې په چپ اړخ تاویدو منتجه کیده.
ډیر تکړه بایسکل چلونکو هم دغه سایکل ونشو چلولی، ځکه چې ماغزو دا تجربه ساتلې وه چې د سایکل هینډل چې کوم اړخ ته تاویږي پایه هم هماغه اړخ ته تاويږي. ددې نه جوته شوه چې که تاسې کوم نوي څه یادول غواړئ نو لمړی به زړه تجربه به د مغزو نه راوباسې. که ساینس پوهانو دغه پخوانی روایت چې نړۍ د کائناتو مرکز دی له پامه نه وو غورځولی نو نن به مونږ هماغه شان د کائناتو دپټو رازونو څخه بې برخه وی. که د لیکلو او چاپول پخوانی روایت هماغه شان قایم وی نو نن به مې دا کالم په خپل تلیفون هیڅکله هم نه وی لیکلی.
انساني ماغزه د نااشنا چاپیریال نه ویریږي ځکه چې ددغو ماغزو ټولې تجربې د بیلا بیلو سګنلونو نه په یو ځانګړي شالید کې اخستل شوی وي. کله چې دغه شالید بدلیږي نو ماغزو ته په ملیاردونو سګنلونو کې اړین سګنلونه جلا کول د هغو نه یو نوی انځور جوړول ستونزمن کار مالومیږي. همدا منطق، ماشوم خو پریږده، لویان هم د تورتم نه وېروي.


