ويب ډیسک
د طالبانو د دفاع وزارت ويلي دي چې په هند کې د پخواني حکومت یو شمېر پوځیان چې د نظامي زده کړو له پاره لیږل شوي ول، بیرته هېواد ته راستانه شوې دي. دغه ۲۵ کسان څه موده وړاندې د هند له یوې پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوې وو.
د طالبانو دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلې دي چې دغه پوځیان د پخواني حکومت له لورې د اتلس مياشتنيو زده کړو له پاره د هند ايم ای اې پوځي اکاډمۍ ته د زده کړو له پاره لېږل شوي ول.
د طالبانو د دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس مفتي روح الله له قوله ویل شوې دي چې هيواد ته د دغو افغان پوځيانو په ستنیدو سره به یې دوی له پوځي تجربو څخه ګټه واخلي.
د روان ميلادي کال په جون میاشت کې د هند د ام ای اې پوځي اکاډمۍ څخه ۴۰ افغان افسران فارغ شوي، چې د فراغت پرمهال هغوی هېواد ته د بېرته ستنیدو په اړه اندېښنې څرګندې کړي وې.


