دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بلوچستان حکومت د زیارت عملیاتو په اړه د عدالتي کمیسون جوړولو...

د بلوچستان حکومت د زیارت عملیاتو په اړه د عدالتي کمیسون جوړولو پرېکړه کړې

راپور: محب الله 

د کورنیو چارو محکمي رجسټرار بلوچستان هائي کورټ ته خط استولي دي ، خط کې وویل شوي دی چې د بلوچستان حکومت  په  زیارت کې د پاکستاني سرتیرو لخوا ترسره شوي عملياتو په اړه عدالتي څیړنه غواړي، بلوچستان کورنيو چاروو محکمې چارواکو په وينا چې د زیارت په عملیاتو کې وژل شوي کسان په توقیف کې دي او که نه، عدالتي پلټنه په دې اړه ده ، د بلوچستان داخله محکمې په وينا چې د عدالتي پلټنو لپاره دې د سترې محکمې د یوه څارنوال نوم تجویز شي ، د يادونې وړ ده چې د جولايي په 15 نيټه باندې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې  نهه کسان وژل شوي وو په دې کې د بلوڅ لادرکه بلوڅ کسانو کورنۍ ادعا کوي چې پنځه وژل شوي کسان له وخت نه حکومت سره وو او هغه يي له کورنیو کې نیولي وو او لادرکه کړل شوي وو .

خو بل لور ته د پاکستان پوځ  دا ادعاوې رد وي او هغه وايي چې  په زيارت کې وژل شوي کسان د بلوچستان لبريشن ارمی سره غړي و او هغه په عملياتو کې وژل شوي.

خو بلا لور ته بیا د بلوڅانو لادرکه کورنيو غړي وايي چې په زيارت کې وژل شوو کسانو  د هيس سازمان سره اړیکې نه وې  او وژل شوي کسان د اوله نه د لادرکه کسانو په لیسټ کې شامل وو.

یاد دې وي چې د  بلوڅ لادرکه کسانو کورنیو شپږ ورځو راهیسې د بلوچستان ایالت والي کور ته نږدې ریډ زون کې په پرلت ناست دي او هغو غوښتې دي دي چې عدالتي کمیسون دې جوړ شي او بیا دې کوم لادرکه کس په عملياتو کې د وژني مخنیوي وشي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه