ويب ډیسک
د ارزګان سیمه ییز مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۴ کسان مړه شوي او ګڼ کورونه هم نړېدلي دي.
د طالب چارواکو په وینا یاد ځاني او مالي زیانونه تر ډېره په مرکز ارزګان، چورې، ګیزاب، چنارتو او خاص ارزګان ولسوالیو کې اوښتي دي.
په یاد ولایت د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو ویلي چې له سېلاب ځپلو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوې ده.
تر دې مخکې یوناما ویلي و چې تیره اونۍ د افغانستان په مرکز، ختیځ، جنوب او جنوب ختیځو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۳۹ کسان مړه شوي او ۲۹۰۰ کورونه تخریب شوي و.
یوناما ویلي و چې په زیانمن شوو سیمو کې خوړو، پاکو اوبو، غیر خوراکي توکو، حفظ الصحې او کرنیز ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا ده.


