دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه :د ماین چاودنې له امله د ماشومانو د وژل کېدو...

ملګري ملتونه :د ماین چاودنې له امله د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه د اندېښنې وړ دي.

ويب ډیسک

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کمېدو سره سره، د ماین چاودنې له امله د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه د اندېښنې وړ دي.

د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۸مه، په ارزګان ولایت کې د ماین چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د مین روبي موسسه (یونماس) له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي ترڅو په افغانستان کې د ماینونو، جنګي چاودېدونکو توکو او لاسي چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوي ګواښونه له منځه یوسي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو له قوله د افغانستان پاکول لږ تر لږه ۱۰ کاله وخت ته اړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه