ويب ډیسک
په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته نږدې ۷۵ سلنه افغانان، چې له جرمني ځواکونو سره یې کار کړی او له هغو سره د منلو ژمنه شوې وه، جرمني ته ولېږدول شول.
د دغه راپور له مخې؛ هره اوونۍ په افغانستان کې د جرمني ځواکونو شاوخوا ۲۰۰ پخواني سیمه ییز همکاران له خپلو کورنیو سره جرمني ته لېږدول کېږي.
په راپور کې راغلي؛ آلمان ته د دغو کسانو د لېږد لپاره چارتر الوتنې په ځانګړي توګه له اسلام آباد څخه روانې دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د ډېرو پاتې سیمه ییزو همکارانو او هغو افغانانو لپاره، چې په ځانګړي توګه په افغانستان کې له خطر سره مخ دي، یوازې د هویتي اسنادو نشتوالي ورته له دې هېواده وتل ستونزمن کړي دي.


