سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امربالمعروف وزیر: د کابل صالونونو کې اوس د سنتو مطابق ودونه...

د امربالمعروف وزیر: د کابل صالونونو کې اوس د سنتو مطابق ودونه کیږي

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حقاني وايي، د کابل د ودونو په صالونونو کې د طالبانو حکومت تر راتګ مخکې د «منکراتو اعمال» تر سره کېدل.

هغه نن شنبه په کابل کې د دینې علماو په غونډه کې وویل چې افغان سوداګرو د یاد وزارت له مسؤلینو سره تر لیدنې وروسته ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به په دغه صالونونو کې د اسلامي اصولو خلاف اعمال نه تر سره کیږي.

هغه وویل: “یواې کابل ښار ښار ۱۵۵ تالارونه وجود لري او له فتوحانو ته مخکې د منکراتو چې هغه لازمي اعمال و که متعدي اعمال و، هغه د منکراتو اعمال تر سره کېدل، لس میاشتې مخکې منکرات، خو اوس هلته واده کیږي د سنتو او قران مطابق کیږي، دا د اسلامي نظام لاسه راوړنه ده که نه ده؟”
هغه وويل چې يرغلګرو په تيرو شلو کلونو کې په کابل ښار کې فکري نفوذ کړى و٠

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر همدارنګه وویل چې یاد وزارت د دې ترڅنګ په رسنیو کې د شریعت له اصولو خلاف سریالونو او بې حجابي باندې بندیز ولګاوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه