ویب ډیسک
په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له غونډې سره هم مهاله یو شمیر معترضو افغان میرمنو دغې شورا ته یو اعتراضي لیک لیږلی دی. دوی له افغان میرمنو سره د نړۍ د غږ د یو کیدو غوښتنه کړې ده.
په دې لیک کې ټینګار سوی چې د افغان معترضو ښځو چې په تیرو لسو میاشتو کې یې د طالبانو له لوري د وضع شویو محدودیتونو پر وړاندې مقاومت او اعتراض کړی، ږغ باید واوریدل سې.
دغو ښځو په استول شوي لیک کې له افغان میرمنو سره د نړۍ د همغږۍ او پیوستون غوښتنه کړې ده. د افغان میرمنو په هکله په ملګرو ملتونو کې دغه غونډه داسې مهال جوړیږي، چې کابل د «علماوو د یوې سترې غونډې» کوربه دی، داسې غونډه چې د میرمنو له حضور پرته رابلل شوې ده. د یادې غونډې په دوهمه ورځ، لا هم د دې غونډې اجندا روښانه نه ده.
د یادو افغان میرمنو په دغه لیک کې چې په الکترونیکي شکل یې سلګونه لاسلیکونه هم را ټول کړي، راغلي چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو سره د میرمنو پر وړاندې سخت محدودیتونه د ډیریدو په حال کې دي.
سربیره پردې، په افغانستان کې د طالبانو د بیا حاکمیت راهیسې، افغان ښځې د کار او زده کړو څخه محرومې سوي او دوی اجازه نه لري چې له محرم پرته سفر وکړي. سربیره پر دې، افغان میرمنو او ښځینه خبریالانو ته ویل شوي چې باید خپل مخونه پټ کړي.
په داسې حال کې چې د تعلیمي کال نیږدې څلور میاشتې په پوره کیدو دي او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو د ژمنو سربیره، لا هم په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ په هکله کوم پرمختګ نه دی لیدل شوی.


