دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملا هیبت الله غونډې ته وینا :طالبان په شریعت نه پوهیږي, علما...

ملا هیبت الله غونډې ته وینا :طالبان په شریعت نه پوهیږي, علما شریعت د تنفذ لپاره مسئولیت لري

پښتو جرنل 

د طالبانو مشر ملا هیبت الله د طالبانو له لورې رابلل شوې غونډې په دويمه ورځ را څرګند شو . ملا هیبت الله غونډې ته په وینا کې وویل چې د دغې فتحې چې زموږ هیواد ازاد او په نتیجه کې اسلامي نظام حاکم شو، ټولو ته مبارکي وایم.


په دې شل کلنه کې چې هر چا قربانۍ ورکړې، ستړیاوې یې
ګاللې دي الله رب العزت دې ترې قبولې کړي.
د شهیدانو د کورنیو او یتیمانو د ښه کفالت هیله لرم.
چا چې زموږ د جهاد حمایت کړی، په قول، عمل او اخلاقي بڼه وي، الله تعالی دې ترې قبول کړ.

د اسلام و هر مسلمان ته دا توصیه دی، چې نور مسلمانان به یې د لاس او ژبې له ضرر څخه په امن وي.

څو کاله مخکې چا د جهاد او مجاهد نوم نشو اخیستلای، دا د جهاد برکت و، چې هیواد ازاد شو او هر څه مو په خپله خوښه شول.
موږ لا هم له یو نوع تقابل سره مخامخ یو، چې نور خپلې غوښتنې تطبیقول غواړي او موږ خپل اهداف تعقبیوو.


که زموږ په عملیاتو کې افغانان وژل شوي دي، که څه هم دوی د اشغالګرو په څنګ کې ولاړ هم وه، بیا هم زموږ هدف د دوی وژل نه و.
موږ په مستمر ډول دوی ته ویل چې راشئ، وسله په ځمکه کیږدئ او د دین او هیواد په مقابل کې د پردو ملګرتیا پریږدئ.

‎‏
زموږ هيڅ وخت د هغو افغانانو سره جګړه مقصود نه وه چي له اشغالګرو سره ملګري وو، له دوی سره جګړه پدې خاطر وه چي ځانونه يې د کافرانو سپر ګرځي ‎‏
هغه وویل چې د اسلامي امارت تر قیادت لاندې ځوانانو د دې له پاره قربانۍ ورکړې، په ځان او مال یې د اشغالګرو مقابله وکړه او هیواد یې ازاد کړ، تر څو اسلامي نظام حاکم شي.
طالبان په شریعت نه پوهیږي اوس د اسلامي نظام د تنفیذ له پاره علماء مسئولیت لري، ځکه علماء په دین پوهیږي.

عدالت د نظام د بقا راز دی، له ظلمه سره هیڅ حکومت دوام نه کوي.

ملا هیبت الله د نظام لپاره  سره متحد شئ، سره یو شئ، زور واکان، مه پریږدئ، ظلم ته اجازه مه ورکوئ، د امنیت اخلالونکو ته اجازه مه ورکوئ.

‎‏
ما پخوانيو ظالمانو ته عفوه کړې ده، پر تېرو اعمالو حساب نه ورسره کوم، که بې له نوي جرمه چا تکليف ورکړ محاکمه کوم يې، مګر عفوه دا معنی نلري چي په حکومت يې را ګډ کړئ!
‎‏
دښمن د جګړې په میدان کې له ماتې وروسته اوس کوښښ کووي، چې د توطئې او دسیسې له لارې خپلې موخې تعقیب کړي.
نن افغانستان په خپله مستقله او خپلواکه رایه ولاړ دی او د همدې مسیر تعقیبول یې مسلم حق دي

تجارانو ته وایو چې راشي، دوی دې هیڅ خوف نه لري، را دې شي، فابریکې دې جوړې کړي، سرمایه ګزاري دې وکړي. ځکه بهرنۍ مرستې زموږ اقتصاد نه شي پورته کولای؛ لکې نور مو محتاج کوي او اقتصادي استقلال مو راڅخه اخلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه