ویب ډیسک
د ځنګلونو وهلو او لرګیو د قاچاق مخنیوي لپاره نوې طرحه جوړه شوه چې په ننګرهار کې له مسئولينو سره شريکه شوه.
ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، د کرنې وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ ګډ پلاوي د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې، چې پر مهال يې د ختيځو ولايتونو مرستيالانو هم حضور درلود د ځنګلونو ساتنې په موخه تصويب شوې طرحه شريکه شوه.
د کرنې وزارت وويل، چې ځنګلونه دولتي ملکيت دی او هيڅوک نه شي کولی، چې په غير قانوني ډول ترې ګټه واخلي.
نوموړي وويل، چې د ځنګلونو او لرګيو قطع او قاچاق قانوناً منعه دي او چا ته به اجازه ور نه کړل شي، چې وچ لرګي وپلوري.
هغه د ختيځ زون مسئولينو څخه وغوښتل، چې د ځنګلونو ساتنې په موخه جوړه شوې طرحه په جدي ډول تطبيق کړي او سرغړونکو سره د قانون له مخې چلند تر سره کړي.
پلاوي مشر همدا راز وويل، چې د غرنيو سيمو کې ولسي خلک کولی شي چې د نافذه قوانينو له مخې پرته له دې چې ځنګل ته زيان ورسوي ګټه واخلي.
دی وايي، چې بهر ته د چاتراشو قاچاق منعه دی او هيڅوک نه شي کولی، چې چاتراش له هېواد څخه وباسي.


