دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالب چارواکي:د تیري شپې زلزلې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه کړي او...

طالب چارواکي:د تیري شپې زلزلې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه کړي او ۱۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ویب ډیسک

طالب چارواکي وايي، د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې د تیري شپې زلزلې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه کړي او ۱۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

باختر دولتي خبري آژانس د طالب چارواکو له قوله ویلي چې په نکي او زېړوک ولسوالیو کې هم خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه رسېدلي، خو په خبره یې کره شمېر یې نه دی معلوم.

د سرچیني په وینا د تیري شپې زلزلې له امله څه باندې ۶۰۰ جوماتونه او دوکانونه هم نړېدلي دي.

تر دې مخکې د طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت ویلي په خوست، پکتیکا او ننګرهار کې زلزلې ۹۲۰ کسان مړه کړي او ۶۱۰ یې ټپیان کړي دي.

دغه وزارت زیاته کړې وه چې د زلزلې د مرګ ژوبلې ارقام کېدایشي لوړ شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه