ویب ډیسک
فرانسپرس خبري اژانس د لویدیځو ډیپلوماتانو له قوله خبر ورکړی چې د ملګروملتونو د بندیزونو کمیټې د طالبانو پر دوو مهمو چارواکو چې د هېواد د تعلیمي ادارو په راس کې دي، د سفر بندیز ولګاوه.
د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمدشهیدخیل او د لوړو او مسلکي زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني هغه چارواکي دي چې د سفر بندیز پرې لګول شوی دی.
خو ملګروملتونو په عین حال کې د ۱۳ نورو طالب مشرانو د سفر د معافیت پروسه له دوه میاشتو نیولې تر دریو نورو میاشتو وغځوله. ملګروملتونو ویلي دي چې که د کمیټې غړي اعتراض ونه کړي نو د دې مودې له پای ته رسېدو وروسته به دا معافیت بیا هم تمدید شي.


