ويب ډیسک
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کابل ښار په کارته پروان سيمه کې د افغان اهل هنود او سيکانو پر عبادت ځاى بريد په سختو ټکو غندلى دى٠
ياد هيواد په يوې اعلامې کې ويلي چې په افغانستان کې پر مذهبي ځايونو د بريدونو په اړه اندېښمن دى او وايي چې پر مذهبي ځايونو بريدونه نفرت اچوونکي دي٠
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تروريزم غندلى وايي د افغانستان له خلکو سره خپل يووالي اعلانوي٠
په کابل کې د افغان اهل هنود پر عبادت ځاى بريد کې د طالبانو په وينا دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي٠
تر اوسه ددغه بريد مسٶليت کومې ډلې نه دى منلى٠


