دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل ښار يو مرسډيز موټر کې تر چاودنې وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې...

کابل ښار يو مرسډيز موټر کې تر چاودنې وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې ده٠

ویب ډیسک

د کابل ښار د دوولسمي امنيتي حوزې اړوند ارزان قيمت سيمه کې په يو مرسډيز موټر کې تر چاودنې وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې ده٠

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ امريکا غږ ته وويل د لومړنيو معلوماتو په اساس په دغه پېښه کې څلور کسان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي٠

نوموړي زياته کړه چې سيمې ته د برسي ټېمونه استول شوي چې وروسته به يې بشپړه معلومات شريک شي٠

ښاغلي ځدراڼ وويل چې کېدايشي دغه چاودنه د ګازو ډبو له امله رامنځته شوې وي٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه