یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقطر د ملابرادر څرګندونې دروغ بللې

قطر د ملابرادر څرګندونې دروغ بللې

ويب ډیسک

د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد پلاوي کابل ته په سفر کي له طالبانو سره پر هغه څه بحث نه دی کړی چې د طالبانو مرستیال وزیر ملابرادر دفتر یې په اړه پر ټوېټر لیکلي دي.

د دغه وزارت یوې سرچینې بي بي سي پښتو ته ویلي چې د دغه سفر په ترڅ کې یې د پلاوي خبرې تر ډېره د بین المللي خبرو د پرمخ بېولو په برخه کې د قطر پر رول ورټولې وې او همدا راز د دې ډاډ تر لاسه کول وو چې د بشري مرستو پر وړاندې به لارې پرانستې پاتې وي او د افغانانو بنسټيز حقونه به تضمين وي.

خو طالب چارواکیو ویلي وو چې محمد بن احمد المسند ورته ویلي هېواد یې ژمن دی چې له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د يو ملګري هېواد په توګه خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د قطر د امیر د ملي امنیت سلاکار محمد بن احمد المسند کابل ته د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ سفر کړی و او هلته یې د طالبانو حکومت له ځينو چارواکیو سره ولیدل.

د ارګ پر ټویټر پاڼه لیکلي سوي چې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له ښاغلي المسند سره لیدنه کې ویلي “قطر کولی شي دلته (افغانستان کې) د اوبو بندونو جوړولو، د کانونو استخراج او د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي”.

دغه قطري چارواکي او ورسره مل پلاوي وړاندې د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي ملا خیرالله خیرخواه سره هم لیدلي وو.

ښاغلي متقي هم د قطر د امير سلاکار ته د سياسي او ډیپلوماتيک ملاتړ، پانګونې، اقتصادي پياوړتيا، بشري مرستو او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په څېر هغه موارد روښانه کړي په کومو چې دوی فکر کوي قطر له افغانستان سره مرسته کولای سي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه