کابل ښار يو مرسډيز موټر کې تر چاودنې وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې ده٠

0
76

ویب ډیسک

د کابل ښار د دوولسمي امنيتي حوزې اړوند ارزان قيمت سيمه کې په يو مرسډيز موټر کې تر چاودنې وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې ده٠

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ امريکا غږ ته وويل د لومړنيو معلوماتو په اساس په دغه پېښه کې څلور کسان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي٠

نوموړي زياته کړه چې سيمې ته د برسي ټېمونه استول شوي چې وروسته به يې بشپړه معلومات شريک شي٠

ښاغلي ځدراڼ وويل چې کېدايشي دغه چاودنه د ګازو ډبو له امله رامنځته شوې وي٠