یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله ایران څخه ۸۵۴ افغان کډوال په زور او داوطلب ډول هیواد...

له ایران څخه ۸۵۴ افغان کډوال په زور او داوطلب ډول هیواد ته ستانه شوي دي.

ویب ډیسک

د طالبان حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزات وايي، تازه له ایران څخه ۸۵۴ افغان کډوال په زور او داوطلب ډول هیواد ته ستانه شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې دغه افغان کډوال تیره ورځ په نیمروز کې له ایران سره پر پوله هیواد ته ستانه شوي دي.
د بیان له مخې له دغه افغان کډوالو ۵۱۲ یې په زور ایستل شوي او ۳۴۲ یې په داوطلب ډول هیواد ته راغلي دي.
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس تیره ورځ ۲۴۰ افغان کډوال له پاکستان څخه هم هیواد ته ستانه شوي دي.
د وزارت په دغه افغان کډوالو په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلرل.

سرچینه زیاتوي چې هیواد ته له راستنو شوو افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو د (IOM) ادارې لخوا مرسته هم شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه