لیک : ډاکټر لطیف یاد
دهند مغولي واکمنانو دبابر نه راواخله دددوی د وروستي واکمن بهادرشاه ظفردواکمنۍ تر وخته پورې تل دپښتنو نه کرکه درلودله ، ددوی سره یې دښمني کوله او تل یې دپښتنو پر خاورې ددوی سره خونړۍ جګړې کړي دي .
هغه وخت چې دبابر لمسی جلال الدین محمد اکبر دهندوستان واکمن و نوپه ۱۵۸۱ زیږدیز کال یې دراجا بیربل په مشرۍ یو ستر پوځ چې څلویښت زره سرتیري ( سپاهیان) او ۱۴ تنه پوځي ستر جنرالان پکې وو دیو سفزیو پر سیمې برید وکړ او دغه سیمه یې په خپله ولکه کې راوستله .
کالوخان دیوسفزیوپښتنو دیو ه مشر په توګه په ډیرې میړانې سره تر پنځو کلونو پورې دمغولو دپوځونو سره جګړې وکړې او په ۱۵۸۶ کل کې په ملندرۍ نومې سیمه کې ده ته لویه سوبه ( فتحه ) ورپه برخه شوه .
کالوخان دمغولو هغه سترو کمانډرانو راجا بیربل ، زین خان کوکه او ابو الفتح ته ماتې ورکړه چې بې شمیره لښکرې، ۲۰۰ توپونه او بې شمیره پیلان( هاتیان) یې درلودل ،دمغولي جرنیل او کمانډر خافي خان دوینا له مخې په دغه جګړه بې شمېره مغول تباه او تقریبا ټول څوارلس تنه هغه جنرالان ووژل شول چې دیو سفزیو سیمې نه لیږل شوي وو.همداراز ډیر پښتانه یو سفزي مبارزین هم پکې شهیدان شول.
د پښتنو ددغه ملي اتل مزار د پښتونخوا د صوابۍ دسیمې دنوا ن یا نوپه کلي کې دی ،په دې وروستیو وختونو کې دپښتونخوا دتاریخپوه ښاغلي فرهاد علي خاور تر مشرۍ لاندې دعبدالولي خان دپوهنتون پنځو پروفیسرانو او استادانو دا پریکړه کړې ده چې دد غه ستر ملي اتل مزار به په صوابۍ کې رغول کیږي او یو لویه ګومبده به پرې جوړیږي .


