دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ایران سپاه پاسدران د فارس په خلیج کې د یونان د...

د ایران سپاه پاسدران د فارس په خلیج کې د یونان د تیلو لیږدونکې دوه کښتۍ نیولي دي.

ويب ډیسک

د ایران سپاه پاسدران د فارس په خلیج کې د یونان د تیلو لیږدونکې دوه کښتۍ نیولي دي. د ایران پاسداران له خوا ویل شوي دي چې کښتیو له سمندري مقرراتو څخه سرغړونه کړې ده.

زیاته شوې ده چې د تیل وړونکو کښتیو او د هغې د عملې په هکله به نور جزئیات وروسته په ډاګه شي.

یونان د ایران دغه اقدام په کلکو ټکو غندلی او دغه عمل یې د سمندري غلو له کړنې سره پرتله کړي او په عاجل ډول یې د کښتیو او د هغې د عملې د خلاصیدو غوښتنه کړې ده. څارونکي ګومان کوي چې دا ښایي د غچ اخیستنې یوه پېښه وي.

په تیرو ورځو کې د یونان په اوبو کې یوه کښتۍ چې ایراني تیل یې انتقالول نیولې شوه وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه