ليکنه: میرحسن خان اتل
د سلېمان د غرونو لړۍ د کوه هندوکش له سوهېلي اړخونو څخه راپيل شوې په شمالي پښتونخوا او سوهېلي پښتونخوا کې تېره شوې او د ايرانین سطح مرتفح (Iranain Plateau) تر ختيځو څنډو پورې ئې ځان رسولی دی، د دې لړۍ يو شمېر برخې تر زابل او کندهار پورې غزېدلې دي، تهامس هولډيچ په خپل رپورټ کې د دي لړۍ د موقعیت، نوم او اوسېدونکو په اړه داسي ليکلي دي:
“From the Gomal River to Jacobabad there stretches one continuous chain of mountain peaks, which, although now distinguished by many local names, may well be known under their ancient designation of Sulimuni, They are, and they have ever been, through the ages of an immense past, the original habitat of the Pakhton or Pashto speaking mountaineers whom we now call Pathans”
“د ګوملي له رود څخه بیا تر جکېب اباد پوري د دي لړۍ ټولې برخې او هسکې څوکې په پرله پسې توګه له یوه بل سره نښتي او يوه لړۍ ده، دې لړۍ ته که څه هم په بېلابېلو برخو کښې زيات شمېر ځائي نومونه ورکول شوي دي خو تر ټولو لرغونی او زوړ نوم ئي کوه سلېمان دی، او اصل اوسېدونکي ئې پښتانه قبائيل او پښتو ويونکي اولسونه دي کومو ته چي موږ پټان هم وايو.
ابن بطوطه او يو شمېر نور مورخينو هم په خپلو خپلو اثارو کې دا غر هم په دې نوم ( کوه سلېمان) نوم ياد کړی او ذکر کړی دی، خو دا غر چي کله د سوهېلي پښتونخوا سیمو ته دننه شي نو دلته ئې بيا نوم د (کېسا) يا (کسې) غر شي او د سوهېلې پښتونخوا ټوله ساحه د کسې د لمنو په نوم يادېږي د دې لړۍ تر ټولو هسکه او اوچته (۱۱۴۰فوټه) څوکه د تخت سلېمان په نوم یادېږي، دلته باید يادونه وکړو چي په دې نوم د منځنۍ او لوېديځې اسیا په څلورو پنځو هېوادونو کې هم غرونه او سيمې شتون لري، مثلاً د ايران د شيراز په ښار کې په دې نوم يو ځائ شتون لري، په دې نوم يو کوچنی غر د اذربايجان او ايران پر پوله هم موقعیت لري، بل غر بيا د اذربايجان په هېواد کې دننه شتون لري، دا ډول د کرغستان په هېواد کې هم يو غر په دې نوم پېژندل کېږي.
د تاریخ په اوږدو کې د دې څوکې په اړه دوه داسې افسانوي داستانونه مشهور شوي دي چي د تاريخ په لوئ شمېر کتابونو کې ئې په وار وار ذکر او بيان راغلی دی، لومړی دا چي حضرت سلېمان عليه السلام خپل تخت دلته کېښنولی ؤ هم دا وجه ده چي دې څوکې ته تخت سلېمان وائي، حالانکې د عربو یا افریقې په تاریخ کې داسې ذکر نه دی راغلی چي حضرت سلېمان عليه السلام هندوستان يا پښتونخوا ته سفر کړی ؤ، بل افسانوي داستان بيا د افسانوي شخصيت کېس عبدالرشيد او د هغه د زیارت دی ، د يو شمېر مورخينو له رويه کېس عبدالرشید د پښتنو نېکه وو، البته د نوي تحقيق او مځکنيو حقايقو له مخې دا دواړه داستانونه افسانوي او له حقيقت څخه ليري ښکاره کېږی، کسې غر فقط د پښتنو تاریخي او لرغونې مېنه ده۔۔۔۔ چي البېروني یې تاریخ الهند کې تفیصلي ذکر کړی دی…..! دلته چي کوم تخت او زیارت دی د هغه لیدلو ته نه يوازې مسلمانان په ګن شمېر راځي بلکې هندوان یې هم مقدس ګڼي، بله عجيبه خبره دا ده چی د درابڼ او تونسې جټان د تخت سلېمان د حج په برابر بولي۔۔۔۔ کوم سړی چي دا زيارت وکړي دوي هغه بيا د حاجي په نوم یادوي، سر تهامس هولډېچ د تخت سليمان په اړه يو اوږد تفصيل ليکلی دی خو زه ئې دلته لنډه برخه رانقل کوم:
“The mass of the Takht itself may be described as a high tableland, about 8,000 feet above sea-level, bounded on its east and west margins by high rims formed by parallel ridges of rugged and steep outline. The western ridge presents the highest peak or Kaisa-ghar (11,300 feet) and the eastern culminate in the celebrated Takht-idulaimdn (11,070 feet. This tableland, with its two parallel rims, is altogether formed by a huge cap of coral limestone.(Griesbach’s Geology of the Takht-i-Sulaim) ”
ژباړه: د تخت پرښه چي چوتره وزمه (هواره) بڼه لري له سطح سمندر څخه (۸۰۰۰ فوټه) هسکوالی لري، ختيځ او لوېديځ لور ته ئي غبرګې او ډبرلني څنډي شتون لري، او دا څنډي لږ دباندي لور ته هم وتلي دي، لوېديځ لوري ته ئي تر ټولو هسکه څوکه کيسا غر ( ۱۱۳۰۰ فوټه) او د ختيځ لور ته ئي بيا هغه څوکه موقعیت لري په کومه کښي چي دا تخت شتون لري دی او دا څوکه له سطح سمندر څخه (۱۱۰۷۰فوټه) هسکه او اوچته ده، دا چوتره وزمه يا هوار تخت يوه بل ته څنګ غبرګې څنډې چي له يوي لوئي پرښي څخه جوړ دي لري” (ګريسبيچس جيولوجي اف تخت سلېمان)
۔
#SaveSheraniForestSavelife


