دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍلندن: په اوکراین کې د روسیې تلفات په افغانستان کې د شوروي...

لندن: په اوکراین کې د روسیې تلفات په افغانستان کې د شوروي د تلفاتو په اندازه دي

ويب ډیسک

د بریتانیا استخباراتي ارزونې ښېې چې یوازې د اوکراین د جګړې په درو میاشتو کې د روسیې پوځ تلفات، په افغانستان کې د پخواني شوروي د سره لښکر د ۹ کلنې جګړې له تلفاتو سره برابر دي.

د بریتانیا د دفاع وزارت د دوشنبې ورځې د خبرپاڼې پر اساس د دې هیواد د استخباراتي چارو کارپوهان اټکل کوي چې روسیې د اوکراین په جګړه کې همدمره تلفات ورکړي دي، لکه د پخواني شوروي عسکرو چې په افغانستان کې ورکړي و. د دغه وزارت په وینا د دونباس په سیمه کې د روسیې ځواکونو د تلفاتو کچه هم د زیاتیدو په حال کې ده.

کمزوری تکتیک، د هوایي ځواکونو د برترۍ محدودیت او د نرمښت نه ښکاره کول د دغو تلفاتو د زیاتیدو عوامل په ګوته شوي دي.

د بریتانيا د استخباراتي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د روسیې د تلفاتو کچې لوړیدل، کیدای شي په دغه هیواد کې له جګړې څخه عمومي درک اغیزمن کړي.

په دغه بیانیه کې راغلي دي: «د روسیې خلک په تاریخي لحاظ د هغو جګړو چې پر دغه هیواد تحمیل شوي دي، د تلفاتو په هکله حساسه دي.»

د تلفاتو د کچې په لوړیدو سره، کیدای شي د روسانو نارضایتي او د دغه نارضایتۍ ابزارو ته میلان هم زیات شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه