دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشعـــــرستــــــان ته ولاړم "

شعـــــرستــــــان ته ولاړم “

ليک : فضل اشنا

د ادب پېژندنې دپاره مې د هنر عينکې پر سترګو کړې او د ادبي اصنافو په کوڅو کې د کتاب رهبر په مرسته وګرځېدم . په لومړي سر کې يې دوې دروازې درلودې چې پر يوه دروازه باب نثر او پر دا بله دروازه باب نظم نويشته وو .
د نظم پر دروازه مې ځان برابر کړ چې دننه ورغلم ډېره پراخه علمي نړۍ وه .
ډېری شعري اصنافو په دغه نړۍ کې په خپل نامه کلي درلوده، نو ما د شعر د کلي پوښتنه وکړه چې دا چيري دئ او دا شعر څوک دئ چې کلی په نامه لري،شعر څه ته ويل کيږي ؟؟

ډېر وخت ورسته د طب يو ډاکټر ښاغلی احسان الله درمل صېب راغلی ، تر لاس يې ونيولم شعـــرستان ته يې د ننه کړم .
شعـــرستان د شعر پېژندني او فن يو علمي او په روانه ژبه ليکل سوی د شعر پوهنې کتاب دئ، چې د شعر ټول لواز مات را پېژني د شاعر او ناظم تر منځ فرق ، د شعر او نظم تر منځ توفير راکوي. د شعـــرستان په نوم کتاب ډاکټر احسان الله درمل د شعر د جوړښت او تخنيکي زده کړو په هکله لومړی ځل په 2015م کال کښې چاپ او دويم ځل يې په 2018م کال کښې په 608 مخونو کې چاپ کړ، د شعر هر اړخيز فني بیان يې کړی دئ، که څه هم ليکوال يې د طب ډاکټر دئ خو ادبي پوهي يې ډېره لوړه ده ولي چې په ياد کتاب کې يې د انګليسي، فارسي ، اردو، او عربي ژبو څخه شا و خوا د 107 کتابونو حوالې راوړي دي ، ياد کتاب د ليکوال د شعر پېژندني لکچر دي،چې په کندهار کې به يې په ادبي ناستو کې اورول.

په ياد کتاب کښې ډاکټر درمل صېب د شعر پر هنري او تخنيکي اړخ ژور نظر لري د شعر پېژندني د نورو جزياتو سره يې پر دغه موضوعاتو باندي علمي پېرايه کې ږغېدلی دئ. لکه
د نيم بسمل نغمه ، تخيل ، حساميزي، پاراډوکس، سېمبول، کنايه ، تمثيل ، اسطوره ، شعر او تصوير ، بې تصويره شعر، شعر او عواطف، د شعر ژبه ، د شعر اهنګ ، د شعر عمومي موسيقي، د شعر کناري موسيقي، د شعر لفظي يا ظاهري موسيقي، د شعر معنوي يا پټه موسيقي، د شعر شکل ، د شعر څرګند شکل ، د شعر ذهني شکل او داسي نور ډېر اړخونه يې په ياد شعرستان نومي کتاب کې بيان کړي دي ، دا ټول يې د ښاغلي دروېش دراني ، پيرمحمد کاروان، رحمت شاه سايل، مصطفی سالک، صديق سپرلی، خوشال بابا، کاظم خان شیدا، سيد جېلاني جلان، او نورو تکړه شاعرانو په غزلونو او نظمونو کښې ادراک کړي دي. د يو شاعر او د شعر د کره کتنې او کره کتونکي دپاره يوه روڼه هنداره منل کېدلای سي.

شاعر او شعر ، شاعر او ټولنه ، شاعر او پوهي، شاعر او خیال، شاعر او فکر ، شاعر او انځورګري، شاعر او عاطفه، شاعر او احساس، شاعر او ژبه ، شاعر او شعري موسيقي، شاعر او اهنګ، شاعر او معنوي شکل، شاعر او علم ، شاعر او زمان و مکان، شاعر او تمثيل، او داسې يې نور ډېر هنري او تخنيکي اړخونه د ادب بالخصوص د شعر پوهني په رڼا کې ښکاره کړي دي .
په ياد کتاب شعـــرستان کښې د شاعر او ناظم توفير يې ډېر په آسانه کړی دئ، په شعر کې تکرار او کارول سوي توري چې ټولنې اورېدلي او يا ليدلي دي د نظم برخه ګڼلي دي. د شعر پوهني او پېژندنې په فن کښې يې پر عاطفه او تخيل غښتلی بحث کړی دئ ، ولي چې دا د شعر يا يو درد پنځونه کوي د شعر پر فنې جوړښت د نړیوال معیار په چوکاټ بحث لري ، غزل ، مثنوي، قصيده ، ازاد شعر، سپین شعر يې په فني لحاظ شنلی دئ، د شعر په وزن کښې پر سېلاب ، اهنګ، خج، رکن ، وزن ، څپه ، قافيه ، رديف ، د شعر دننه او دباندي شکل ، د شعر په معنوي شکل، شعريت ، تغزل، باندي د نړيوال ادبي معيار لکه ، انګليسي، عربي ، فارسي ، په کچه ږغېدلی دئ، د شعر پېژندني او فني اړخ يې د پښتنو يا د پښتو د وتلو شاعرانو په شعر کې يې ښکاره کړی دئ، د يادو شاعرانو د شعر انتخاب څخه معلوميږي چې د شعرستان ليکوال ښاغلی ډاکټر احسان الله درمل د فارسي، عربي، انګليسي او د پښتو د شعر ډېره زياته مطالعه کړېده، بل يې دا ښه معيار دئ چې د شاعر په ټوله شاعري کې يې د ياد کتاب دپاره د هغه شعر انتخاب کړی دئ چې د شعر په تول پوره ده.

يوه خبره به دلته زه وکړم چې په شعرستان کې د شعر پوهنې دپاره ډېر څه سته البت دلته يې زه يوه وړکې بېلګه راوړم .
په شعرستان کې ليکوال د نظم او شعر د توفير په باب کې داسي وايې چې
1 په شعر کې هغه توري چې ټولني اورېدلي وي، او ډېر يې اورېدلي وي.
2 په شعر کې نوي اصطلاحات، نوې خبره، نوی خيال نوې تجربه، نوې مشاهده ، داسي عمل چې د ټولني نه وي ورته پام شاعر يې ور پام کړي.

3 کم توري ( الفاظ ) چې يو ځل يو شاعر په خپل غزل کښې چې پر هره موضوع وي وکارول، بيا بل شاعر هم هغه توري د هغه موضوع دپاره په خپله غزل کې وکارول د فن جوړښت يې بېل وي او ټولني اورېدلي وو، او د لومړي شاعر په تورو چې په شعر کې کم انځور ( image) جوړ کړی وو ، په هم هغه تورو د بل شاعر انځور يا تصوير نه جوړيږي زکه د خيال او عاطفې توفير په کښې سته نو د لومړي شاعر تخليق ته شعر ويل کيږي او د دويم شاعر تخليق ته نظم ويل کيږي او بل دا شعر نه بلکې نظم بلل کيږي. صنف چې هر څه وي. خو په شعر کې په شعريت او تغزل حتماً شتون لري د خوږ شعر او تريخ شعر توفير يې د شاعر په علمي استعداد پوري کړی دئ، هر هغه شاعر چې چې علمي معيار يې لوړ وي هر اړخيز معلوماتي پنګه لري نو شعر يې شعريت لري او غښتلی شاعر هغه دئ چې خپل شعر تنقيد کړي . د شعر ژبه به پسته خوږه ، روانه ، ساده او د ولس د پوهي مطابق وي. نو چې هر شاعر دا شعرستان مطالعه کړي نو خپل ځان ور معلوميږي چې زه شاعر يم او که ناظم يم، ليک نه اوږده وم د ښاغلي دروېش دراني په شعر سره خپل لنډکی ليک را ټولم چې د شعر ژبه به څنګه وي ..

د غ‍ــزل ژبه دي پــسته کــړه د ګلاب تر پاڼـو
دروېشه ! ډېر شاعران خپل کرخت اهنګ وخوړل.

شعرستان مطالعه کئ، چې پر خپل شعر خوند واخلئ .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه