ويب ډیسک
په افغانستان کې د صرافیو بندېدو سره هم مهاله، په دغه هیواد کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه پورته شوې ده. اوس مهال یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانۍ تبادله کیږي.
په کابل کې د شهزاده سرای صرافانو ټولنه د افغانیو په وړاندې د ډالرو پورته کېدو لامل د صرافانو کاري اعتصاب او په ولایتونو کې د طالبانو لخوا د ځینو صرافیو بندېدل یادوي.
ښاغلي ځيرک وویل چې په وروستیو ورځو کې یو امریکايي ډالر په ۸۸ افغانۍ تبادله کېده، خو اوس مهال د ډالرو په وړاندې د افغانیو بیه ټیټه شوې.صرافان وايي د افغانیو په وړاندې د بهرنیو اسعارو بیه هر ساعت تغیر کوي.
په افغانستان کې د افغانیو په وړاندې د بهرنیو اسعارو په لوړېدو سره د خوراکي او سونګ موادو بیې هم لوړې شوي دي.
د افغانستان بانک تر دا مهاله د صرافانو ټولنې د کاري اعتصاب او د افغانیو په وړاندې د ډالر پورته کېدو په اړه څه نه دي ویلي.


