ویب ډیسک
د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، تيره ورځ ٧٢ افغانۍ کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوي دي٠
ياد وزارت وايي دغه کورنۍ چې د غړو شمير يې ٥٢١ کسانو ته رسېدى د سپين بولدک – چمن لارې کندهار ولايت ته ستنې شوي دي٠
د بيان لمخې دغه افغان کورنيو په پاکستان کې د اوسېدنې قانوني اسناد نلرل٠
د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم له پاکستان څخه لسګونه کورنۍ د سپين بولدک چمن له لارې افغانستان ته ستنې شوي وې٠
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د دې تر څنګ له ايران څخه هم د نژدې ٢٠٠٠ افغان کډوالو د را ستنېدو خبر ورکړى دى٠
ياد وزارت ويلي دغه افغان کډوال چې شمير يې ٢٨٢٨ کسانو ته رسېږي تيره له نيمروز ولايت سره پر پوله د ايران څخه په زوره او داوطلب ډول هيواد ته ستانه شوي دي٠


