ويب ډیسک
د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتې ځواکونو له خوا د کاریدونکي یوې چورلکې د رالوېدو په پېښه کې اته سوله ساتي عسکر وژل شوي دي.
دغه چورلکه پاکستانۍ وه او په وژل شوو کسانو کې شپږ پاکستاني پوځیان شامل دي. په پاتې دوو کې یو یي روسی او دویم یي سربیایي عسکر و.
په دغه افریقایي هیواد کې د نړیوال سوله ساتي ماموریت له خوا د خپرې شوې یوې اعلامیې په حواله تر اوسه پورې لا معلومه نه ده چې دغه چورلکه ولې رالوېدلې ده.
خو د کانګو پوځ ویلي دي چې دغه پوما ډوله هیلي کوپټر د دغه هیواد د یاغیانو له خوا وشتل شوی ده چې دغه سیمه یي تر کنترول لاندې ده.


