لیک : فضل اشنا
کرن خان يو فرد نه بلکې د پښتو ژبې، د ادبياتو ډاکټر ، د موسيقۍ د برخې استاد، او يو تکړه شاعر او اديب دی ، خاوري ته د ميني ګلونه راوړي، قام ته د ژوند سندري راوړي، د خپلي خاورې ارزښت، پولې ،تاریخ ، کلتور، سياست، ادب قامي وحدت،د موسيقۍ په پردو کې په خپلو استادانه افکارو او هنر لرونکو ګوتو د قام تر مغزو پورې رسوې، چې دا د قام د فکري بيدارۍ او سياسي شعور دپاره تر ټولو ښه ذريعه ده،
او دا اذان د وخت د زورور پر مغزو ښه نه لګيږي ، ولي چې د ضيائي رژیم پاته شوي ړانده مرتجعين چې په غوږونو کې يې د عرب شېخانو، د ايراني اخوندانو، د افغان د بربادۍ اذانونه کړي دي، د امريکنو پر ورستو جنګې او جهادي فلسفو شخوند وهونکي د رنجيت سنګ اولاد د افغان دا ږغ چې سرچينه يې د پامير د غرو او د بلخ د ورشوګانو څخه ده ، هيڅ کله نه زغمې او نه يې پرېږدي ، زکه دا ږغ ازادۍ او خپلواکۍ ته لار جوړوي.
کرن خان که ستا ياد وي چې ما و تا د لرغوني ږوب په بالول نومي غره کې سره ناست وو، هم پر دغه موضوع مو بحث کاوه چې دا دښمن زموږ هنر ولي نه خوښوي او زموږ د هنر سره اړه لرونکي وګړي يې ټول وشړل يا يې د ترهګرۍ په نوم له منځه يوړل، ستا ياد چې ما يو مثال درکړي چې د فلپائني انقلابي جنرال چې د ازادۍ په موخه د وخت د زورور سره جنګېدی ، د به دا خبر کول چې زه جنګ د موسيقۍ په ږغ کې کوم زکه موسيقي زما د خاوري جوړې ده .
دا خبره په فلپائن کې متل ده .
موږ دي ملګرو يو پرون هم نن هم سبا هم زکه ته زموږ د خاوري يې او ستا ږغ زموږ د خاورې څخه جوړ دی، ستا د موسيقۍ ږغ له آمو تر اباسينه، او بيا د هندوکش څخه د نړۍ تر بامه پوري د يو لرغوني قام د تاريخ، ژبي ، کلتور ، ادب ، فولکلور، سياست او اتلانو ترجماني کوي.
خو خير د مو د انتقام په ډائري کې راسره وليکلی چې يو وخت زموږ پر هنر او موسيقۍ دغه بريت سوی دی .
ولې چې موږ د سندري او د موسيقۍ په خلاف هيڅ بريد زغملو ته نه يو تيار موږ سندره ژغورو ، خوله که د هر چا وي .


