ژباړن : سیلانی
موږ ژبه يوه ټولنيزه پديده ګڼو او پۀ دې باور يو چې ژبه پۀ ټولنه کې د ګړو ترمنځ را منځته کيږي او خپل تکاملي سير بشپړوي. مګر هغه څۀ چې لاتراوسه د خلکو پۀ ځانګړې توګه د ژبپوهانو ترمنځ لاینحله موضوع بلل کيږي، هغه د ژبې د پيدايښت او سرچينې مسئله ده.
دوی پۀ مستنده توګه لا پۀ نۀ دي توانېدلي چې ژبه کله، څنګه او څۀ ډول رامنځته شوه او لومړنۍ ژبه کومه ده؟ پۀ ليکنه کې پۀ يادو موضوعاتو بحث شوی دی،هیله ده تر پايه مو ملتيا وکړئ.
د ژبې الهي سرچينه
پۀ تورات کې راغلي دي، چې اللۀ ( ج ) حضرت آدم (ع ) پيدا کړ او هغۀ ته يې د ژونديو ژويو نومونه ور ښودل. دا مسئله پۀ قران کريم کې هم څو ځلې ذکر شوې ده. د هندوانو پۀ عقايدو کې هم راغلي دي، چې ژبه د براهما د مېرمنې ساراسواتي ( چې د نړۍ پيدا کوونکې ده) څخه سرچينه اخلي.
داسې ښکاري چې د نړۍ پۀ ټولو اديانو کې د ژبې د سرچينې لۀ پاره يوه الهی سرچينه خلکو ته ور ښودل شوې ده او د نوموړو ادیانو پيروان پۀ دې باور دي چې د ژبې پيدايښت الهي سرچينه لري. د همدې ژبې( الهي لومړنۍ سرچينې) د پيدا کولو پۀ موخه ډېر ازمايښتونه ترسره شوي دي، تر څو د الهي سرچينې اصلي ژبه را پيدا کړي، چې د ازمايښتونو پايلې يې متناقضه نتایج لۀ ځان سره لرل.
دژبې پۀ هکله د الهي سرچينې دا فرضيه پر دې بنسټ ولاړه ده: کۀ چېرې داسې وی چې نوي زېږېدونکي ماشومومان د زېږېدو لۀ مهال وروسته پرته لۀ دې چې د هېڅ ژبې غږ وانۀ وري او لوی شي، نو ممکن د الهي ژبې هغه اصلي او لومړنۍ ژبه به وموندل شي.
دمصر لۀ لرغونو فرعونیانو څخه يو هم سامتیکوس و. دۀ ۲۵۰۰ کاله پخوا دا ډول ازمايښتونه پر دوو نويو زېږېدونکو ماشومانو د اصلي الهي ژبې د موندولو پۀ موخه ترسره کړل.
دغه ماشومان د ګونګي شپون، وزو او سېرليو سره ساتل کېدل، ويل کيږي چې لۀ دوو کلونو وروسته دغو ماشومانو پۀ طبيعي توګه د ( bekos ) کلمه وکاروله؛ ياده کلمه پۀ مصري ژبه کې نۀ وه موجوده، بلکې پۀ فريګيايي ژبه کې کارول کېده، چې د ډوډۍ معنا ورکوي.
لۀ دې ازمايښت څخه چې کومه پايلۀ سامتيکوس ترلاسه کړه هغه دا وه چې د فريګياي ژبه بايد هماغه اصلي ژبه وي.
فريګيايي ژبه يو لرغونې ژبه وه چې د ننۍ ترکيې پۀ ځينو برخو کې ويل کېده، مګر دا پايله لۀ حقيقت ډېره لرې بريښي. ځکه کېداشي ماشومانو ياده کلمه لۀ هېڅ انساني سرچينو څخه نه وي زده کړي، بلکې لۀ وزو څخه يې زده کړي وي، دا خبره ځينو ژبپوهانو هم کړې ده. دوی پۀ دې آند دي چې ماشومانو کېدای شي دا کلمه د وزو لۀ غږ څخه زده کړي وي.
ژبپوهانو د ( bekos) کلمې سپړنه پۀ دې ډول کړې ده: لومړی (kos ) ویی د يادې کلمې لۀ پای څخه لرې کړئ، نو یوازې ( be ) پاتې کيږي. دغه ( be ) لکه د انګريزي کلمې ( bed ) پرته لۀ ( d) تلفظ کړئ، نو وګورئ چې نوموړی غږ د دسېرلي يا وزې غږ ته نۀ پاتې کيږي؟ دوی د (kos ) د کلمې په هکله وايي، چې دا کلمه د يونان پۀ داستاني روايتونو کې پر دغې کلمې ور زیات شوی دی.
کينګ جیمز د اسکاتلند څلورم واکمن و. دۀ هم ورته ازمایښت پۀ۱۵۰۰ م کال ترسره کړ، پايله يې داوه چې ماشومونانو پۀ عبري ژبې خبرې کول پيل کړل. لۀ بده مرغه لۀ دې پرته داسې کوم ازمايښت او پېښه نۀ ده ترسترګو شوې چې پۀ هغۀ کې دې نوي زېږېدونکي ماشومان پۀ بشپړه انزوا کې لۀ انسانانو لرې ساتل شوي وي او پۀ پايله کې الهي اصلي ژبه لاسته راغلي وي.
د نړۍ پۀ ډېرو سيمو کې چې نوي زېږېدونکي ماشومان پرته لۀ انساني اړيکو لوی شوي دي، نو هېڅ خبرې يې نۀ دي کړي او نۀ يې زده کړي دي. حتا تر دې چې کۀ چېرې دا ووايو چې د الهي ژبې اصلي سرچينه د انسانانو هم ژبي وي، نو د بابل ښار پېښو ته پۀ کتو سره هېڅ داسې لاره نشته چې موږ دې پر هغې اصلي ژبه ورغو. ځکه الله ج د ټولو جهانیانو ژبې مبهمې پيدا کړي دي. دا مطلب د « کتاب پیدایش» ۱۱:۹ کې سپړل شوې ده.
د ژبې طبیعي سرچينه
د ژبې د پيدايښت او سرچينې پۀ هکله يوه بله بشپړه متفاوته نظریه داده چې ژبه د طبیعت لۀ طبیعي غږو څخه را منځته شوې ده. ددې نظرې پلويان پۀ دې باور دي، چې د نړۍ لومړنيو انسانانو خپله ژبه د خپلو سيمو د طبيعي غږونو پۀ تقليد زده کړې ده. دوی وايي: کله چې يو ژوي يا موجود د کاو – کاو غږ پۀ درلودلو سره الوتنه کوله او يا دا ډول غږ به يې خپراوۀ، نو انسانانو به دا ډول غږونه را تقليدول او ياد غږونه به د هماغه ژوي او دې ورته څيزونو ته چې همدا ډول غږونه به يې توليدول،کارول.
يا دا چې ځينو حیواناتو به د کو – کو غږ توليد و، نو انسانانو به داغږ د تقليد پۀ توګه یاد حیوان او دې ورته شيانو ته کاروو.
دا یو حقيقت دی چې د نړۍ ډېرې ژبې دا ډول کلمات لري، چې پۀ هغۀ کې طبيعي غږونه منعکس کېداشي يا هم لۀ طبيعي غږونو تر لاسه شوي وي. د بېګلې پۀ توګه پۀ انګليسي ژبه کې د cucko کلمې ترڅنګ ډېرې نورې داسې کلمې شته چې هغه د طبيعي غږونو رنګ لري او يا لۀ طبيعي غږونواخستل شوي وي لکه: splash,bang,boom,rattle,buzz,hiss,screech,wow-bow دا دول نظريه چې ژبه لۀ طبیعي غږونو څخه را منځته شوې ده، د « Bow-Wow يا واق واق » پۀ نامۀ ياديږي.
دا خبره تر ډېره د منلو ده او حقيقت لري چې د نړۍ پۀ اکثرو ژبو کې ډېر کلمات د طبيعي غږونو څخه رامنځته شوي او يا هم د طبيعي غږونو تمثيلونکي دي،مګر کومه خبره چې ددې نظريې پر وړاندې د تآمل وړه ده هغه داده چې ژبه يوازې د طبيعي غږونو خپرول او تمثیلو نۀ دي، پوښتنه داده چې دغو انسانانو به بې ساه، بې غږه او د نړۍ شته انتزاعي مفاهیمو ته څنګه نومونې کولې او څۀ ډول به يې يادو توکو ته نغوته کوله. همدارنګه موږ تر ډېره حده د هغۀ نظريې پۀ هکله شک من يو چې وايي: ژبه د کلماتو ټولګه ده چې د څيزونو د نومونې لۀ پاره کارول کيږي.
د طبیعي سرچينې دویمه نظريه
ځينې ژبپوهان پۀ دې باور دي، چې د ژبې طبيعي غږونه کېداشي د انسانانو لۀ فریادي احساس،لکه: درد، غوصه، خوشحالي، خفګان… نورو څخه را منځته شوي وي.
پر همدې بنست کولی شو داسې و انګېرو چې د انګليسي ژبې ouch! کلمه د اخ معنا ورکوي د درد څرګندونکی دی.
مګر! ouch او دې ته ورته نور آوازونه لکه: Ooh!, Ah! Wow! يا هم Yuck! دا هغه اوازونه دي چې پۀ خبرو کې يو دمي د کلام د توليد لۀ عادي حالت پرته تولیديږي.
موږ معمولا پۀ خپلو خبرو کې کلام د ساه اخیستنې پۀ يو سيستماتیکۀ بڼه توليد وو،مګر ياد کلمات پۀ يو دمي توګه د خبرو لۀ عادي روال پرته خارجيږي او هغه معنا لرونکي کلمات چې مخاطبين ترې د احساسي غبرګون اخذ کوي، د هغو غږونو پۀ ډله کې راځي چې خبرو پۀ توليد کې نۀ کارول کيږي.
دا نظريه هم لکه د ژبې دطبيعي سرچينې پۀ شان د ژبې لۀ اصلي سرچينې لرې ښکاري.
د طبيعي سرچينې درېيمه نظریه
د طبيعي غږونو پۀ هلکه يوه بلۀ نظريه د « yo-he-ho » پۀ نامۀ پېژندل شوې ده. دا نظريه دا ډول ده چې د انسانانو لۀ خوا توليد شوي غږونه هغه وخت زموږ د ژبې د سرچينې او منشا پۀ توګه پېژندل کیږي، چې انسانان نوموړي غږونه د جسمي فعاليتونو پۀ بهیر کې توليد کړي، پۀ ځانګړې توګه کله چې څو کسه پۀ دغۀ ډول فعاليتونو کې پۀ لازمي توګه سره هماهنګه وي.
نو کېدای شي بدوي انسانانو پۀ ډليیزه توګه ځينې چيغې، غږونه او ها و هوی او شور ماشور رامنځته کړی وي او لۀ دغو غږونو څخه به يې د ونو د برخو او ښاخونو او مړو شویو پشمالويي ماموتونو د لېږد پر مهال ترې ګټه اخیستل کېده. ددې نظريې جذابیت پۀ دې کې دی چې د بشر تکامل او پۀ ځانګړې توګه د انسانانو د ژبې پرمختګ پۀ ټولنيز تړون او بافت کې ګڼي.
ددې نظرې بل دپام وړ تکی دادی: پرته لۀ دې چې دا غږونه څنګه توليد شوي دي، خو مهمه داده چې انسانانو پۀ خپل بدوي ژوندکې د اجتماعي اصولو او غوښتنو سره سم پۀ همغږۍ او توافق دا کړنه ترسره کړې ده.
ددې نظرې اهمیت پۀ دې کې دی، چې ددې توليد شويو غږونو پۀ کارونې سره نوموړي غږونه انسانانو پورې تړل کيږي. دا پۀ دې معنا نۀ ده چې دا نظريه زموږ د ژبې د سرچينې پۀ هکله د پوښتنې ځواب دی.
ځکه کۀ چېرې د ډليزو غږونو خبره کو، نو بيزو ګان يا شاديان او نور لومړنيو حيواناتو هم پۀ ځانګړي او ګروهي توګه غږونه، چیغې او نارې درلودې، مګر دا ددې ښکارندويي نۀ کوي چې دغه ډول غږونو نۀ دې د خبرو يا ويیزو ګرافيمونو د توليد ظرفيت ولري.
د ژبې د پيدايښت جسمي نظريه
موږ کولی شو د ژبې د منشا یا سرچينې پۀ توګه دغږونو پر ځای د انسانانو بېلابېلې جسمي ځانګړتیاوې پۀ نظر کې ونيسو، پۀځانګړې توګه هغه ځانګړنې چې لۀ نورو ژويو سره توپير لري او د خبرو او کلماتو پۀ توليد کې رول لري.
موږ کولی پۀ دې توګه خپله دا نظريه پيل کړو، چې زموږ نېکونو د ژوند پۀ لومړنيو مراحلو کې ډېر لوی بدلون را منځته کړی، هغه دا چې دوی پۀ دوو پښو و درېدل، پۀ دوو پښو يې حرکت وکړ او د بدن ظاهري غړو يې بدلون وموند.
موږ کولی شو دا ډول توپیرونه د ګوريل ( يو ډول بېزو دی، چې دوه متره ونه لري، لکۍ نۀ لري او بدن يې لۀ وېښتانو ډک دی) او ناندرتالو انسانانو دسر پۀ کوپړيو کې، چې ۶۰ زره کاله پخوا پورې اړوند دي تر سترګو کړو.


