دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاپوزيسيون ګوندونه : سياسي حالات به په اسلام اباد کې د اسلامي...

اپوزيسيون ګوندونه : سياسي حالات به په اسلام اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان (او ای سي) پر کېدونکې غونډه هېڅ اغېز و نه کړي.

ویب ډیسک

په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو د مارچ پر ۲۰مه په يوه شريکه خبرپاڼه کې وويل چې د وزیراعظم خلاف عدم اعتماد او سياسي حالات به په اسلام اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان (او ای سي) پر کېدونکې غونډه هېڅ اغېز و نه کړي.

د او ای سي غونډه د مارچ پر ۲۲مه او ۲۳مه د قامي اسمبلۍ په ودانۍ کې د ملګرتیا، انصاف او پرمختیا لپاره د همکارۍ رامینځ ته کولو تر نامه لاندې رابلل شوې ده.

 

په اسلام اباد کې د مارچ پر ۱۹مه د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د نورو اپوزیشن ګوندونو له مشرانو سره يوځای په يوه خبري غونډه کې ويلي ول، که پر عدم اعتماد تحريک رایه اچول ځنډېږي نو دوی به په قامي اسمبلۍ کې احتجاج وکړي.

 

”که سپېکر د دوشنبې تر ورځې د عدم اعتماد پر تحريک د رايو اچولو لپاره ورځ په ګوته نه کړي نو زما وړاندیز دی چې موږ دې په قامي اسمبلۍ کې دهرنا ورکړو. بيا به ګورو چې دوی د اسلامي هېوادونو د سازمان غونډه څنګه کوي؟”

 

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د قامي اسمبلۍ د سپېکر په دفتر کې د مارچ پر ۸مه د وزيراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی دی چې تر اوسه پرې په رسمي ډول د رایو اچولو ورځ نه ده په ګوته شوې.

 

بلخوا واکمن تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ خپلو هغو غړو ته نوټسونه لېږلي دي چې د وزيراعظم عمران خان پرضد د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک ملګرتيا یې کړې ده. رسنيوو د دې کسانو شمېر ۲۴ ښودلی دی.

 

د تحريک انصاف مشر او د پاکستان وزيراعظم عمران خان د مارچ په ۱۹مه يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې دا سياستوال به د ولس له قهره ووېرېږي او زر به ورستانه شي.

خو له اپوزیشن سره ملګري شوي دې کسانو کې ځينو یې پاکستاني رسنيو ته ويلي چې دوی د عمران خان له رویې خوشاله نه وو نو ځکه د نوموړي د ليري کولو لپاره د اپوزیشن لخوا راوړل شوي د عدم اعتماد تحريک ملګرتيا کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه