یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههولي( Holi) يا درنګونو جشن او اختر

هولي( Holi) يا درنګونو جشن او اختر

لیک : داکټر لطیف یاد

نن دمارچ اتلسمه نېټه د هندوانو يو لرغونی اختر او جشن دی . چې هولي نومیږي او په زړو تاريخي کتابونو کې د هوليکا پۀ نوم هم ياد شوی دی٠

مؤرخين عقيده لري چې هولي په پخوانيو زمانو کې په اريائيانو کې رواج درلود٠ دهولي د جشن لمانځل ان د حضرت عيسی(ع) دزيږيدو څو پيړۍ د مخه لرغونوالی لري٠

دا چې د هولي جشن پۀ څۀ ډول را مينځته شو په دې اړوند ډول ډول اساطير، کيسی او نکلونه شته٠٠ داسې ويل کېږي چې په ډيرو لرغونو زمانو کې په هندوستان کې چې په هغه وخت کې د بهارت په نامه ياديده يؤ پاچا چېHiranyakashyap نوميده او ډير مغرور سړی و خلک ديته اړايستل چې دده عبادت وکړي، خو دده زوی چې Prahlad نوميده دده پر خلاف دويشنو لمانځنه او عبادت کاوه چې دده پلار د خپل زوی دا عمل دده د امر نه سر غړونه وبلله او غوښتل يې چې خپل زوی مړ کړي٠

دده پلار څو څو ځلی کو ښښ وکړ چې خپل زوی له مينځه يو سي، خو هر ځل به په دې کار کې له ناکا مۍ سره مخ کيده٠ په پای کې يوه ورځ پاچا ډير لرګي را ټول او لوی اور يې بل کړ او خپلې خور ته يې چې هوليکا نوميده او شيطان فطرته ښځه وه او جادويي تعويذ يې په غاړه کې و امر وکړ چې دده زوی له ځانه سره په اور کې واچوي،هما غه و چې دده زویPrahlad يې له ځانه سره د اور مينځ ته بوت، خو جادويي تعويذ کار ونکړ، هوليکا په اور کې و سوځيده او ستي شوه، خو د پاچا زوی و ژغورل شو٠

داجشن په حقيقت کې په هندوانو کې ، پر شيطان باندې د بري ورځ هم ګڼله کيږي٠

لۀ همدې کبله خلک د هولي د جشن نه يوه شپه دمخه دپاچا د شيطان فطر ته خور هوليکا مجسمه چې د بدۍ سمبول ګڼل کيږي جوړوي او بيا يو ستر اور بلوي او دغه مجسمه په هغه اور کې سوځوي٠

همدا راز ويل کېږي چې هولي د لارډ کرشنا او رادها د مينې په خاطر هم لما نځل کيږي،چې خلک دغه جشن پر يو بل باندې د رنګونو په اچولو او د خو شاليو په کولو سره لمانځي٠

هولي چې دخلکو تر مينځ د يو ځای کيدو او خوشاليو جشن دی هر کال دمارچ په مياشت کې په ډيرو ولولو او پرتمينو مراسمو سره لمانځل کېږي٠ ځکه چې د ژمي موسم مخ په خلاصيدو او د پسرلي موسم پېل کيږي ٠

خلک د سهار چايو تر څښلو وروسته رنګونه په وچ ډؤل او يا هم د اوبو سره ګډوي او په هره کوڅه ،کلي او بانډه کې خلک د ګاونډيانو او خپلو خپلوانو کورونو ته ځي او په يوه او بل با ندې ر نګونه شيندي ٠

با يد وويل شي چې خلک په دغه ورځ معمولا سپينې جامې اغوندي ٠ هولي نه يوازې په هندوستان کې ،بلکې په نورو هيوادونو لکه نيپال، پاکستان، بريتانيا او د امريکې په متحده ايالتونو کې هم لمانځل کيږي٠

د هندوستان په ټولو ښارونو کې دغه جشن د هندوانو، مسلمانانو، عيسويانو او نورو اديانو د پيروانو له خوا په ګډه لمانځل کيږي. په تيره بيا دغه ورځ د هند د سينمايي لوبغاړو او بالي ووډ BOLLY Wood کارکوونکي په پرتمينو مراسمو سره لمانځي٠

د هولي د جشن مراسم په فلمي نړۍ کې د لومړي ځل له پاره په RK Studio کې د راج کپور له خوا پيل شول چې بيا په وروستيو وختو کې د هند نامتو فلمي اداکار اميتابچهن او ميرمن جيابچهن له خوا د يوه دوديزجشن په توګه هر کال لما نځل کيږي٠

د هولي د جشن نه يوه يا دوه اونۍ دمخه په بازارونو او مارکيټونو کې ډؤل ډول رنګونه چې سره، شنه، زرغون اوګلابي وي خرڅيږي٠

د هولي رنګونه :
١-ګلال : ګلال معمولا د سرو ګلانو نه چې وچ شوي او بيا ټکول شوي او ميده شوي وي جوړيږي٠
٢- لال چندڼ : دلال چندڼو يا سره چندڼو لرګی چې زموږ خلک يې صندل بولي خوشبويه او سور رنګ لري چې د انسان د پوستکي له پاره هم ډير ګټور دی ٠

د هولي د جشن په وخت کې دلال چندڼو د لرګي دوه کاچوغې پوډر په پنځه ليټرو اوبو کې اچول کيږي٠

٣- نيم : نيم چې په سنسکرت کې يې نيمبا بولي د هند وانو له پاره يوه سپيڅلې ونه ده چې د نيم د وچو پاڼو نه هم د هولي په رنګونو کې کار اخيستل کيږي٠

٤-کوم کوم : چې د کورکمن او زعفرانو نه جوړېږي او د هندوانو له خوا په مندرونو او عبادتځايونو کې استعماليږي٠ دسرو کوم کومو نه سيندور جوړوي چې ښځې يې د خپلو ويښتانو په هغه برخه کې اچوي چې د سر ويښتان پکې په دوو برخو ويشل کيږي٠د کوم کوم پوډر هم د هولي په رنګونو کې استعماليږي ٠
خو بايد وويل شي چې د هولي هغه ر نګونه چې په کيمياوي ډول جوړيږي د روغتيا له پاره ډير تاوان لري او ډول ډول ناروغۍ او تنفسي پرابلمو نه پيد اکوي٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه