یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهآسیايي پراختیایي بانک د ټاپي پروژې د تمویل چارې ودرولې

آسیايي پراختیایي بانک د ټاپي پروژې د تمویل چارې ودرولې

ويب ډیسک

 

د پاکستان د انرژي وزارت یوه چارواکي پاکستاني رسنیو ته تایید کړې ده چې آسیايي پراختیايي بانک له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د لېږد د پروژې یا ټاپي اړوند ټول فعالیتونه درولي دي.

 

نیوز انټرنېشنل خپرونې د پاکستان د انرژي د وزیر خبره رااخیستې ده چې وایي د دې بانک له خوا د ټاپي پروژې د تمویل چارې دریدلې دي. آسیايي پراختیایي بانک ویلي دي د دې پرېکړې علت دا دی چې ملګروملتونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

 

طالبانو په دې وروستیو کې هیله څرګنده کړې وه چې د ټاپي عملي چارې به ډېر ژر پيل شي. د طالبانو حکومت شاوخوا دوه اونۍ مخکې ویلي و، چې په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوض اوف ته د ټاپي امنیتي طرحه سپارل شوې ده.

 

د ټاپي پلایپلاین اوږدوالی 1814 کیلومترو ته رسېږي او د بشپړېدو په صورت کې به هرکال تر ۳۳ میلیارډ مکعب متر پورې طبیعي ګاز له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي. آسیايي پراختیایي بانک ویلي دي چې له یوشمېر نورو هېوادونو سره په ګډه به د افغانستان د وضعیت څارلو ته دوام ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه