دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپه اوکراین کې تراوسه۴۷۴ ملکيان وژل شوي دي.

په اوکراین کې تراوسه۴۷۴ ملکيان وژل شوي دي.

ويب ډیسک

په ژنيف کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو دفتر وايي، د فبروري له ۲۴مې چې روسيې پر اوکراین پوځي یرغل کړی تر اوسه په دغه هيواد کې ۴۷۴ ملکيان وژل شوي دي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ د دغه شمیر ملکي تلفاتو په تصدیق سره زياته کړې چې په دغه جګړه کې د ټپیانو شمیر اوس ۸۶۱ کسانو ته رسیدلی دی.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې ملګري ملتونه د ارقامو په راټولو کې له سختو میتودونو کار اخلي او یوازې د تائيد شوو تلفاتو رپوټ ورکوي.

یاد سازمان زیاته کړې چې د تلفاتو واقعي ارقام به تر دې لوړ وي، ځکه په ځينو سیمو کې د جګړو له کبله د معلوماتو خپرول تعویق ته لویدلي او ډير نور رپوټونه هم موجود دي چې باید اثبات شي.

د اوکراین د دفاع وزير، الکسي رزنیکوف هم د سه شنبې په ورځ په یوه ويډيو کې وويل چې د روسي ځواکونو په حملو کې لږ تر لږه ۴۰۰ ملکیان وژل شوي چې ۳۸ یې ماشومان دي. خو هغه وویل چې دغه ارقام بشپړ نه دي.. دغه سازمان د سه شنبې په ورځ د دغه شمیر ملکي تلفاتو په تصدیق سره زياته کړې چې په دغه جګړه کې د ټپیانو شمیر اوس ۸۶۱ کسانو ته رسیدلی دی.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې ملګري ملتونه د ارقامو په راټولو کې له سختو میتودونو کار اخلي او یوازې د تائيد شوو تلفاتو رپوټ ورکوي.

یاد سازمان زیاته کړې چې د تلفاتو واقعي ارقام به تر دې لوړ وي، ځکه په ځينو سیمو کې د جګړو له کبله د معلوماتو خپرول تعویق ته لویدلي او ډير نور رپوټونه هم موجود دي چې باید اثبات شي.

د اوکراین د دفاع وزير، الکسي رزنیکوف هم د سه شنبې په ورځ په یوه ويډيو کې وويل چې د روسي ځواکونو په حملو کې لږ تر لږه ۴۰۰ ملکیان وژل شوي چې ۳۸ یې ماشومان دي. خو هغه وویل چې دغه ارقام بشپړ نه دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه