لیک: نعیم آزاد
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرتابه په غوښتنه د بنو په ميراخيل نومي ځای کي د رواني مياشتي پر ۱۱، ۱۲، ۱۳ نېټو باندي د راغوښتل شوي جرګې په اړه به دا خبره بېځايه نه وي؛ بلکې کره به وي، چي دا جرګه د ټول پښتون وطن په استازيتوب ترسره کېدونکې جرګه ده.
د جرګې په اړه ويلای شو، چي جرګه به د انساني ژوند له پيل سره سم د دوو وګړو/ انسانانو/ ډلو تر منځ د خپلي ښېګړي لپاره د سلا او مشورې په بڼه پيل شوې وي، چي ورو ورو يې د انساني شعور/ پوهي له ودي سره سم بڼې/ شکل بدلون موندلی دی او په هر زمان او مکان کي بېلا بېلو اولسونو د ټولنيزو ستونزو هوارولو لپاره جرګه تر سره کړې ده، ولي په پښتنو کي جرګې په ځانګړي ډول ډېره وده کړې او پښتنو په تاريخي بهير کي ډېره پاللې ده، چي نن د پښتانه قام ډېر لرغونی دود او د پښتنو د پارلمان/ پارليمنټ تر ټولو لرغونې بڼه ده، داسي ښکاري، چي اوسنی پارليمان هم د همدې لرغوني دود جرګې پرمختللې بڼه او جرګه يې مونډ/ بنسټ او سرچينه ده.
پښتنو د جرګې له لاري په هر وخت کي د پښتانه قام توکميزي/ قبايلي او قامي ستونزي/ ستړي او شخړي د جرګې له لاري هواري کړل شوي او هوسا شوي دي، چي اوسنۍ جرګه يې هم د دې لړۍ يوه کړۍ ده او د قامي ستونزو د هوارولو لپاره راغوښتل شوې ده.
د اوسنۍ يادي شوي جرګې په شاليد کي که د پښتنو/ افغانانو تاريخي بهير و څارل شي، نو دغه جرګه د پښتنو د يو شمېر لرغونو جرګو په ملتيا د مهالني افغانستان له دوو تاريخي جرګو سره لکه د ميرواېس نيکه په ګومارلو او مشري تر سره شوې جرګه ( کومه چي پر وطن د بلوسګر او ترهګر ګرګين په ضد تر سره شوې او پښتانه/ افغانان سره را ټول شوي وو، په خپل سياسي شعور او پوهه يې بلوسګر ترټلي او خپل ژغورون يې تر سره کړی وو) او بله جرګه د شېرسرخ کندهار جرګه (چي د ټول پښتون/ افغان وطن هر اېل او خېل برخه پکښې اخستې وه،
پر ټولشموله ګډون سربېره په دې جرګه کي د يادوني وړ ټکی دا وو، چي جرګې پخپله خوښه د مشرۍ لپاره سردار پاينده خان و ټاکه، خو ټاکل شوي مشر تر ځاني ګټه په تېرېدلو سره پرېکړه وکړه، چي د پښتانه/ افغان قام د مشرتابه وړ ځوان او پياوړی احمد شاه خان (وروسته احمد شاه بابا) دی، و ټاکلي ځوان “احمد شاه بابا” ته يې د ملاتړ او ملتيا باور ورکړ، چي پښتون اولس يې منلو ته سر ټيټ کړ) ورته والی لري.
اوسنۍ جرګه هم په داسي وخت کي تر سره کېدونکې ده، چي پښتانه/ افغانان له ګڼ شمېر ملي او قامي ستونزو سره مخامخ پاته دي او دښمن يې ځکه بريالی شوی دی، چي د پښتنو تر منځ يې هم د پښتنو په ملتيا او ملاتړ د بېلتونپالني کرښي ډېري پياوړي کړي او هم يې د دوی په ملاتړ پالي، هغه د شاعر خبره، چي:
پښتون په زوره ننووت په کور د پښتانه
خو دغه کار يې هم وکړ په زور د پښتانه
دښمن غواړي، چي پښتون/ افغان قامي وجود د ځان ځانۍ/ انډيوژواليزم په خم کي ښکېل او ويده/ نشه و ساتي او تر دې بريده پوري بريالی ښکاري، چي پښتانه که څه هم د قام په نوم يادېږي، خو ټولنيزي/ قامي ګټي ورته پردۍ پردۍ ښکاري، هر وګړی/ فرد، توکم/ قبيله بلکې ټول يې د ځان ځانۍ د ګټو په ساتلو/ پاللو تس نس بې سېکه/ بې توانه پاته دي، ځکه له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي، چي د را ټولېدلو/ يو موټی کېدلو مانا قام کېدلو ته اړتيا لري، ولي چي د قام ناتار په قام راګرځي.
دغه ياده شوې جرګه (چي د رواني مياشتي پر ۱۱، ۱۲، ۱۳ نېټو) د بنو په ميراخېل نومي ځای کي تر سره کېدونکې ده) د ميروايس نيکه او شېر سرخ له له پورتنيو يادو شوو جرګو سره که څه هم د زمان او مکان توپير لري، خو د قامي ستونزو په اړه بېخي ورته والی لري، نن هم پښتانه/ افغانان له هم هغسي ستړو او ستونزو سره مخامخ دي، چي په يووالي او ملتيا سره يې هوارول امکان لري او همدا جرګه به د مخورو/ مخکښو پښتنو هغه خبره رښتيا کوي، چي: “د قام ناتار په قام را ګرځي”
نن به هم د پښتانه قام د بېلا بېلو توکمونو/ قبيلو/ ټبرونو استازيتوب (چي چېري هم اوسېږي) په را ټولېدلو خپله پوهه سره ګډوي او قام ته د ورپېښو ستونزو او ستومانيو د هوارولو لاره به ټاکي.
هر وګړی/ هر توکم/ قبيله/ سياسي ډله به د خپل استازيتوب په لېږلو سره تر خپلو ځاني ګټو تېرېږي، تر خپل زهتوب/ اناپرستي، او توکميزو يا قبيلوي ګټو به تېرېږي، په لوی زړه او غوړېدلي ذهن سره به د قام په راغوښتل شوې جرګه کي خپلي ملي/ قامي ستونزي په ګوته کوي او د هوارولو لاره به يې د ټول پښتانه/ افغان قام په شعوري/ پوهنيزه وړتيا سره ټاکي.
دغه جرګه که څه هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرتابه په غوښتنه را بلل شوې ده، خو د ټول پښتون ګډون به يې د پښتنو په ګټه تماموي، ولي چي ويښ قامونه په ملتيا هره چاره په ګټه اچولای او تمامولای شي.
د ټول پښتون د يووالي، ودانۍ او سوکالۍ په هيله
پښتانه په توره کلک دي تر مغلو
اتفاق ورځنې نشته ډېر ارمان


