د تڼي کودتا:
شهنواز تڼی د افغانستان يو پخوانی پوځي جنرال دی چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د دولت په وړاندې يې يوه ناکامه کودتا ترسره کړه او تر کودتا وروسته پاکستان کې يې پناه وغوښتله. تر دې د مخه يې د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان په وړاندې په پوځي کودتاه کې د کوماندو بولندوی پاتې شوی.
تڼي د ريشخورو د ٧مې پلې فرقې د يوه بلوک د قوماندان او د کابل بالاحصار د کوماندويي پراشوتي ځواک د ټولي قوماندان په توگه تر دندو اجرا کولو وروسته، د ١٣٥٧ کال د ثور په ٧مه ، د خلقيانو او پرچميانو له خوا د سردار محمد داود خان د رژيم د ړنگېدو پر ورځ د کابل په بالاحصار کې د کوماندو پوځ قوماندان وټاکل شو.
تڼي تر ١٣٦٨ کاله د مزار شريف په دهدادي کې د وسلوال پوځ لوى قوماندان، د شمال زون د دفاع د رييس، د هرات د عسکرى پوځ لوى قوماندان او د زون د دفاع رييس، د دفاع وزارت د کشف د رييس، د قرغې د ٨مې فرقې قوماندان، د لومړي نمبر مرکزي قول اردو قوماندان، د کابل گارنيزيون قوماندان، د افغانستان د وسله وال پوځ لوى د رستيز، د وطن د دفاع د عالي شورا منشي او دفاع وزير په توگه دندې ترسره کړې دي.
شهنوزا تڼي چى د خلک دموکراتيک گوند د مرکزي کومېټې او ددې گوند د سياسي بېرو غړيتوب يې درلود، په ١٣٦٨ کال کې د وخت د جمهور رييس ډاکټر نجيب الله پر ضد تر پوځي كودتاه وروسته پاکستان ته ولاړ او په ١٣٨٣ کال کې هېواد ته راستون شو.
شهنواز تڼي په ١٣٧٢ کې د افغانستان د سولې غورځنگ گوند بنسټ کېښود او اوس هم د همدغه گوند مشري کوي.
په مننه : منډيګک ویب پاڼه


