دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کونړ غلام محمد څوک ؤ

د کونړ غلام محمد څوک ؤ

لیکوال :حیات پیاوړي

د کونړ غلام محمده!
باډېل ته مه ځه!!
سا پو ډېر وژلي دينه!
——————————
غلام محمد خان ساپی»
———————————
غلام محمد ساپی د کونړ ولايت د نرنګ د ولسوالۍ د عبدالحکيم اخونزاده «ساپي» زوی و. نوموړی د ۱۲۹۸ ـ ۱۳۰۰ ل.ل. کلونو په شاوخوا کې د کونړ په نرنګ کې زېږېد لی و . لومړنۍ زدکړې يې په خپل کور کلي او چم ګاونډ کې له خپلو مشرانو او د سيمې له ملايانو او پوهانو نه ترلاسه کړې؛ وروسته د کابل د خواجه عبدالله انصاري د لېسې دولسم ټولګی پای ته ورساوه او د فراغت سند يې تر لاسه کړ.
د ظاهرشاه پاچا د واکمنۍ پر مهال غلام محمد ساپی د ولسي جرګې په ۱۲ مه، ۱۳ مه دوره کې په پرله پسې ډول دافغا نستان په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی و. کله چې په دولسمه دوره کې د پارلمان لپاره په کونړ کې کانديد شو’ نو د نرنګ ولسونو ورته خپله رايه ورکړه! خو د باډېل هاغه خلکو! کوم چې په خټه پښتانه سا پي ګوربز دي، هغوی ورسره مخالفت وکاوه او خبره تر دې بريده پورې ورسېدله چې د دوی تر منځه ټوپکې، تورې او وسلې وکارول شولې او ساپيانو (د غلام محمد خان قوم د باډېل د اوسېدونکو ګوربزو پر ضد قيام وکړ) د باډېل ډېر اوسېدونکي يې ووژل، نو سیالانو يې دا سروکی چې لا تر اوسه هم د هنرمندانو او هم عامه خلکو په ژبه زمزمه کیږي ووایه.
«د کونړ غلا محمده!
باډېل ته مه ځه!!
ساپو ډېر وژلي دينه !!»
خو دده پلویانو به بیا دده مخالفینو پر وړاندې دا سروکی وویلو:
د کونړ غلام محمده!
باډیل ته راشه!
په کې ډیر وکړه سیلونه
د کونړ غلام محمد له نرنګ څخه باډېل ته لاړ نه شو، لنډه دا چې غلام محمد خان دوه دورې د افغانستان په ملي شورا کې وکيل شو.
غلام محمد ساپی په تعلیم مئین شخص و او د نجونو د تعلیم په حق کې و؛ ده په خپله کونړ کې د نجونو لومړنی ښوونځی په خپله شخصي ځمکه کې جوړ کړ او تر هر چا د مخه یې پکې خپلې لورګانې داخلې کړې؛ تر څو د کور او کلي خلکو ددۀ پر پله قدم کېښود او خپلې لوڼې او خويندې يې په همدې ښوونځي کې داخلې کړلې.
غلام محمد ساپي په همدې ترتيب سره د هلکانو د ښوونځي لپاره هم خپله ځمکه وقف کړه او د هلکانو لومړنی ښوونځی يې په کونړ کې جوړ کړ. خو بلخوا په ولسي جرګه کې به غلام محمد ساپي د ببرک کارمل سره په سیا سي مسئلو شخړې کولې او کله چې په افغانستان کې د ثور اوښتون راغی’ نو غلام محمد ساپی د خپلې کورنۍ د غړو سره یو ځای پېښور ته په کډه ته لاړ او لکه نور افغانانو کډوالو هلته میشت شو او تقریباً ۱۴ کاله په کوزه پښتونخوا کې میشت و ۲۷ کاله مخکې د امريکې د متحده ايالتونو د کلفورنيا سانفرانسسکو ته د افغان کډوال په صفت له خپلې کورنۍ سره لاړ.
غلام محمد خان ساپي شاوخوا سل کاله ژوند وکړ، د کورني ژوند ثمر يې ۸ زامن او ۶ لورګانې دي.
د کال ۲۰۱۵ م. د مارچ په پنځمه نېټه غلام محمد ساپي د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله په حق ورسېد، جنازه يې زامنو او دوستانو له کلفورنيا څخه کابل ته یوړه او کابل ته یې د جنازې د رارسیدلو پر مهال د هغه یو شمیر زیاتو مینه والو د جنازې او د جنازې سره مل د ارواښاد د کورنیو د غړو تود هرکلی وکړ. او جنازه یې د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۲۴ (د مارچ په پنځلسمه، ۲۰۱۵) نیټه په خپله پلرنۍ هدیره، د نرنګ ولسوالۍ په باډيل کلي کې په ډير درناوي او عزت سره د بېشمیره ګډونوالو په حضور خاورو ته وسپارل شو. دده په جنازه کې دده د زرګونو خواخوږو او مینه والو سربیره چې زیاتره يې کلیوال او د ده شخصي دوستان او اشنایان وو، د کونړ د دولتي چاروواکو هم د ولسي شخصیت ته د درناوي په خاطر دده په جنازه کې ګدون وکړ.
په پای کې هم هاغه ولسي سندره؛ په ولسي ټنګ ټکور؛
د کونړ غلام محمده!
باډېل ته مه ځه!!

يادونه : یوشمیر بیاپه دې اند دي چې دا سندره د کونړ غلام محمده باډیل ته مه ځه سروکی یا سندره. دیار لس سوه څلورویشتم. هه. ش. کال کله چې د کونړ ساپیانو دهغه وخت د دولت پرخلاف بغاوت وکړ او پوره دوه کاله وجنګیدل د یو بل غلامحمد په هکله چې د هغې سیمې اوسیدونکی او دیو ګروپ قومندان و و یل شوې ده. دا د وکیل غلام محمد په هکله نه ده ویل شوې دا سندره دده وکالت نه ډیره مخکې ویل شوې ده.
زما دفیسبوک ملګری ښاغلی ممتاز ارمان صیب په دې اړوند لیکي :
د کونړ غلام محمده باډيل ته مه ځه سندره د ارواښاد غلام محمد خان د وکالت څخه مشره او پخوانۍ ده . د يوه روايت له مخې غلام محمد د خاص کونړ حاکم و د يو بل روايت له مخې غلام محمد نومی کونړی په مېمله کې مېشت و له هغه ځايه يې په ساپي کال کې د حکومت په پلوۍ لښکر تيار او باډېل ته د ساپو د مقابلې له پاره تللی او په باډېل کې وژل شوی و.
په هره توگه دا سندره د وکيل ارواښاد په ژوند و کار ځکه صدق نه کوي چې دی پخپله هم ساپی و او هيڅکله د کوم باډيلي يا کوم بل ساپي له خوا د مرگ گواښ ورته نه دی شوی. تر دې وروستيو کلو ژوندی او په خپل مرگ مړ شوی دی. اروا يې ښاده خو سندره هسې د ده په نوم ورتپل شوي او سريښ شوې ده .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه