یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اریانا نیوز دوه خبریالان چې طالبانو نیولي وو، خوشې شوي دي.

د اریانا نیوز دوه خبریالان چې طالبانو نیولي وو، خوشې شوي دي.

ويب ډیسک

اسلم حجاب او وارت حسرت د دې رسنۍ کارمندان د دوشنبې په ورځ د طالبانو استخباراتو لخوا نیول شوی ړ.

د آریانانیوز پخواني مشر شریف حسن یار د یوه رسنۍ ته ویلي، چې اسلم حجاب د راپور چمتو کولو لپاره ښار ته تللی و.

طالبانو ورته زنګ وهلی او وايي د اریانا تلویزیون تفتیش غواړي. طالبانو په دې غږ کې د اسلم حجاب د بېرته راستنېدو وخت تایید کړ. چې بیرته راستون شو، ونیول شو.

 

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې دغه دوه خبریالان ژر تر ژره او بې شرطه خوشې کړي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سفارت (یوناما) ویلي طالبان باید وضاحت ورکړي چې ولې دوه خبریالان د دوی لخوا نیول شوي دي.

 

طالبانو تر اوسه د دوی د نیولو د علت په اړه تبصره نه ده کړې.

 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې ټینګار وکړ چې رسنۍ باید په خپلو خپرونو کې ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي یووالی په پام کې ونیسي.

 

هغه وايي، طالبان د هر ډول سالمې نیوکې ملاتړ کوي، خو رسنۍ دې د «شایعاتو له خپرولو ډډه وکړي.»

 

طالبان وایي که خبریالان او رسنۍ له اصولو سرغړونه کوي، مجرمین دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه