یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران افغانستان ته د تېلو او ګازو صادرولو اعلان کړی

ایران افغانستان ته د تېلو او ګازو صادرولو اعلان کړی

ويب ډیسک

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي افغانستان ته د دریو میاشتو لپاره د تېلو او ګازو د صادرولو اعلان کړی.

حسین قمي نن یکشنبه جنورۍ ۲۳ (سلواغې دریمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي  چې له ایران څخه به افغانستان ته د سلواغې میاشتې له لومړیو څخه بیا د نوي لمریز کال د وري میاشتې تر وروستیو پوري تېل او ګاز صادر شي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه کار په روان ژمي کې د افغانستان د خلکو د اړتیاو پوره کېدو ته د هغه هیواد د مسؤلینو په غوښتنه تر سره کیږي.

په افغانستان کې د تیرو څه باندې پنځو میاشتو په تیرېدو سره د نظام تر بدلون وروسته دغه هیواد ته د صادراتو لړۍ ټکنۍ شوې ده چې له امله د ګازو او تېلو ترڅنګ د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه