ويب ډیسک
د افغان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې زمبابوې ته د ۱۰۹ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.
افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۶۱ منډې جوړې کړې.
لوبډلمشر سلیمان صافي سلیزه ووهله او ۱۱۱ منډې یې جوړې کړې. دغه راز ننګیالي خروټي هم ۵۰ منډې وکړې.
خو د زمبابوې لوبډله په ۱۵۲ منډو وسوځیده او افغانستان دا لوبه د ۱۰۹ منډو په توپیر سره وګټله.
افغان توپ اچوونکی ننګیالی خروټي څلور لوبغاړي وسوځول.


