ويب ډیسک
نوموړي نن دوشنبه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نور یې پر دغه دنده خپل موثریت نه لیده نو ځکه یې دنده پرېښودل: “زه کار د معاش لپاره نکوم.
باید خپل موثریت ووینم. نور می دغه موثریت نه لید. نه له فکری اړخه او نه هم له تخنیکی اړخه.”
هغه زیاته کړې چې له تیرو پنځو میاشتو یې معاش نه دی اخیستی او په خبره یې د سفارت مصارف یې د شته امکاناتو څخه برابرول.
جاوید احمد قایم ویلي چې د سفارت د اجناسو اووه مخیزه مکمل لست او د سفارت په اکاونټ کې د پاتې پیسو حساب یې له کابل سره شریک کړي دي.
قایم همدارنګه ویلي که چیري اړتیا پیدا سي بیا هم خدمت ته حاضر دی.


