یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه هندوستان کې دانګریزانو پرضد دهندوانو او مسلمانانود۱۸۵۷ زیږدیزکال پاڅون

په هندوستان کې دانګریزانو پرضد دهندوانو او مسلمانانود۱۸۵۷ زیږدیزکال پاڅون

لیک : ډاکټر لطیف یاد

کله چې انګریزانو د اتلسمې ، نولسمې او دشلمې پیړۍ تر نیمایی پورې دهند په نیمې وچې ( بر صغیر ) باندې خپل راج او واک چلاوه نو هغه چا به چې د آزادۍ او خپلواکۍ ناره پورته کړه او یا به یې دانګریزانو پر خلاف په پوځي کړووړو لاس پورې کړ نو هغه ته به دخاین او غدار خطاب کید ه او دهغه سزا به یا عمر قید و او یا با مشقته قید و او یا به هم دپهاڼسي ( پر دار ځړولو)سزا ورکوله کیدله .

یو دهغو سترو پا څونو نه چې دانګریزانو پر خلاف مسلمانانو او هندوانوپه ګډه سر ه وکړدهندوستان د ۱۸۵۷ زیږدیز کال پاڅون وچې اوس ورنه ۱۴۶ کلونه ترې تیر شوی دی او دا دهند په تاریخ کې یو ستر پاڅون وچې پښتنو هم په دې پاڅون کې ستره و نډه درلودله.

که څه هم ددې پاڅون اصلی علت دانګریزانو هغه ناوړه او غیر انساني چلند و چې دهندوستان دمسلمانو او هندوانو ولسونو او پرګنو پر خلاف یې کاوه ، خو ځینې تاریخ پوهان ددغه ستر پاڅون دوه علتونه ښیی:

۱- لومړی داچې دختیز هند انګریزي کمپنۍ دهند پر ټولې خاورې خیټه اچولې وه او هره سیمه یې په خپله ولکه کې راوستلې وه، نو ځکه خلک دختیز هند کمپنۍ ته دشک او تردید په ستر ګو کتل .

۲-په هغه وخت کې به چې دانګریزانو په پو ځ کې کوم هندوان او مسلمانان دسرتیرو په توګه برتی ( استخدام ) شوي وو نو هغو ته چې دټوپک کوم کارتوس ورکول کیدل دځینو آوازو له کبله دغوایی او سر کوزي (خنزیر )په وازدو او غوړیو غوړشوي وو چې داکار دمذهبي پلوه نه مسلمانانو او نه هم هندوانوسرتیرو ته دمنلو وړنه واو کرکه یې ځینې کوله.

کله چې په هندوستان کې دپیر نګیانو ظلمونه له حده تیر شول او په میرټ نومې سیمه کې چې اوس دهند داتهر پردیش په ایالت کېپرته سیمه ده د پلیو سرتیرو یوې ډلګۍ ته دلسو کلونو با مشقته بند سزا واورول شوه نو ددې خبر په اوریدلو سره نور سرتیري او سپاهیان په غوسه شول او هماغلته یې څو انګریز ي افسران ووژل او په دې توګه ټول خلک احساساتي ( جذباتي ) شول او دهندوستان په ټولو ښارونو ډهلي ، لهکنو،کانپور او جهانسي کې هم دخپًلواکۍ ِغو ښتنې نارې پیل شوي او دغه ښارونه یې دانګریزانو له منګولو نه خلاص کړل او ټولو خلکو په یوه خوله ویلې چې انګریزان له هندوستانه وباسئ ! )

دمیرټ سپاهیان ډهلی ته راغلل او دلته دډهلی سپاهیان هم دانګریزانو پر خلاف پورته شول اوپه ډهلي کې یې وروستی مغولي واکمن بهادرشاه ظفر یې دخپل واکمن په توګه اعلا ن کړ.

آزادي غو ښتونکو دډهلي په کشمیري ګیټ کې دانګریزانو لوی افسر جان نکلسن دڅلورو میاشتو لپاره محاصره او کلابند کړ ،څو په پای کې دآزادۍ غو ښتونکو خوا ووژل شو.

وروسته انګریزانو دغه ستر پاڅون په ډیرې بیرحمۍ سره وځاپه او سکها نو او انګریزانو په ګډه سره ډهلی ونیوه . انګریزانو دهند وروستنی مغولی واکمن بهادرشاه ظفر چې پخپله هم دانګریزانو خلاف واکمن و و نیوه .

دده دوه زامن یې دډهلی په خونی دروازه کې دده په مخ کې ووژل او دی یې هم په دواړو سترګو ړوندکړ او دبرما ( اوسنی میانمار) پلازمیینې ( پایتخت ) رنګون ته یې تبعید کړ څو په پای کې هماغلته مړ شو.

په ۱۸۵۸ زیږدیز کال چې دهند دآزادي غو ښتونکو دغه پاڅون له ماتې سره مخامخ شو نو انګریزانو دلهکنو ، جهانسی او کانپور ښارونه بیرته ونیول.

انګریزانو ددغه ستر پاڅون وروسته دهند آزادی غو ښتونکی مسلمانان او هندوان په ډیرې بیر حمۍ سره ووژل او ددوی شته او جایدادونه یې لوټ کړل او په دې تو ګه دانګریزانو پر خلاف د۱۸۵۷زیږدیز کال ستر پاڅون له ماتې سره مخا مخ شواو انګریزانو نږدې یوه پیړۍ نور هم په هندوستان حکومت وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه