ويب ډیسک
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د هندوستان مرسته شوي درمل نن جمعه جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۷) کابل ته راورسېدل.
نوموړي زیاته کړې چې« اسلامي امارت» له افغانستان سره د هندوستان د بشردوستانه مرستو او همکارۍ څخه د زړه له تله مننه کوي.
هندوستان روانه میاشت هم له افغانستان سره د کرونا واکسین د ۵۰۰زره ډوزه مرسته وکړه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې هیواد به یې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.


