ويب ډیسک
نن په کابل کې په لسګونو ښځو په یوه سوله ییز لاریون کې د امریکا د د حکومت له خوا د افغانستان بانک د کنګل شوو پیسو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
دغو لاریون کوونکو په شعارو کې، چې له ځان سره یې لیږدول د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن ته په خطاب کې په یوه ټوټه باندې لیکل شوي وو ” جوبايدن هوا ډیره سړه زما ماشومان په کور کې د خوړولو لپاره هیڅ نلري”.
په بل شعار کې ویل شوي وو ” مونږ هم تاسو په څیر انسانان یو، پردې چې ژوند وکړو، او له لوږې څخه مو مه وژنه”.
کابل کې په نني لاریون کې د نورو ورځو د ښځو د لاریون کوونکو پرتله د ښځو شمیر زیات وو.
دا لاریون پرته د تاوتریخوالي په سوله ییز ډول پای ته ورسید.
د سې شنبې په ورځ هم په کابل کې په لسګونو ښځو د خپلو حقونو لپاره د امربالمعروف او نهی وزارت مخې ته لاریون کړی وو.
خو د عیني شاهدانو د ویناو پر اساس د دغه وزارت مخې ته امنیتي ساتوونکو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې.
بلخوا د کابل ښار په دارلامان سیمه کې هم نن چهارشنبه ګڼ شمېر کسانو د امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو خلاصولو په هدف لاریون تر سره کړل.


