ويب ډیسک
د هوایي چلند او ډګرونو عمومي شرکت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې (GAAC) شرکت د افغانستان هوایي ډګرونه له نړیوال سټنډرډ سره سم بېرته فعال او د الوتنو جوګه کړي او افغانستان ته د مرستو لېږدولو لپاره یې هوایي پل هم فعال کړی دی.
د یادو ډګرونو په ترمیم یو میلیون امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د متحده عربي اماراتو له مرستو ورکړل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د افغانستان له حکومت سره د الوتنو د پیلېدو په موخه د افغانستان هوایي ډګرونو د بیا فعالولو، ساتنې، پر پرمختللې ټکنالوژۍ سمبالولو او له نړیوال سټنډرډ سره سم د اسانتیاوو برابرولو په برخو کې مخکې تړون لاسلیک شوی.
د دغه تړون پر بنسټ به د هوایي چلند او ډګرونو شرکت د کابل نړیوال هوایي ډګر ته تخنیکي او امنیتي خدمات وړاندې کوي او د هرات، بلخ او کندهار په هوایي ډګرونو کې به ځمکني عملیاتي خدمات هم پر غاړه ولري تر څو افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې په دغه هېواد کې خلکو ته د هوایي ډګرونو له لارې ورسول شي.


