ويب ډیسک
سمنګان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې وسله والو غلو د دره صوف د ډبرو سکرو ۴۵۰ میلیون افغانۍ د سمنګان ـ مزارشریف پر لویه لاره له طالب ځواکونو څخه غلا کړې دي.
یوې سرچینې وویل چې ټاکل شوې وه دغه پیسې د طالب ځواکونو له خوا د ځمکې له لارې له سمنګان څخه مزارشریف ته ولېږدول شي.
ددغې سرچینې په وینا، د لارې په نیمایي کې د پیسو د ساتونکو ځواکونو او غلو ترمنځ نښته شوې چې دوه تنه سرتېري هم پکې وژل شوي دي.


