د اټومي تړون د بيا پلي کولو په موخه د ايران او امريکا تر منځ اتم پړاو خبرې اترې پيل شوې

0
76

ويب ډیسک

د ايران د اټومي تړون د ارتباطاتو کمېټې د سياسي برخې د عمومي رياست غونډه د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه په ويانا کې تر سره شوه او د دغه تړون د بيا پلي کېدو په اړه د امريکا او ايران تر منځ د ۸ م پړاو خبرو اترو د پيل اعلان يې وکړ.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو پروګرام مرستيال سرمنشي انريک مورا د دغې غونډې مشري کوله او د ايران، روسيې، بريتانيا، فرانسې او جرمني استازو پکې برخه اخيستې وه. په ويانا کې د ملګرو ملتونو په چارو کې د چين دايمي استازي وانګ چون هم په دغه غونډه کې ګډونو کړی و.