ويب ډیسک
نن سې شنبه د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د طالبانو د وزیرانو شورا غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د ټولو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره ځانګړي ګروپونه رامنځته کړي.
طالبان پر داسې مهال یاده پرېکړه کوي چې لا هم د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ډالرو ترڅنګ په پاکستانیو کالدارو او ایراني تومن راکړې ورکړې کیږي.


