دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپکتيا: یو تن د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

پکتيا: یو تن د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

ويب ډیسک

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ چارواکي تاییدوي چې یو تن د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

خبر کاږي چې پېښه د شنبې په ورځ د ډیسمبر په ۲۵مه د پکتیا ولایت د دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي، د بریدګرو هویت لا نه دی معلوم او له ډزو وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا یا ډلې نه دی منلی، خو طالبانو ویلي چې دوی د دې موضوع په اړه پلټنه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه